کندوز ښار (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې څلور سرحدي پوليس او شپږ طالبان وژل شوي دي.
يوې حکومتي سرچينې د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور سرحدي پوليس او شپږ طالبان وژل شوي او يو سرحدي پوليس او پنځه طالبان ټپيان شوي دي.
دغه راز د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني پژواک ته وويل چې جګړه تېره شپه يوه بجه پيل شوه او د سهار تر څلورو بجو يې دوام وکړ.
دى وايي چې په دې جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې مرستيال له خپلو درېيو ساتونکو سره وژل شوى او څلور نور طالبان او دوه سرحدي پوليس ټپيان دي.
دغه راز د قلعه زال ولسوالۍ د اق تيپې سيمې اوسېدونکي الله بيردي پژواک ته وويل چې تېره شپه د سرخ بيتل په سيمه کې سخته جګړه شوې ده.
ده وويل چې په دې جګړه کې طالبانو د سرحدي پوليسو يوه پوسته نيولې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
بلخوا طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د قلعه زال په جګړه کې اووه سرحدي پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
هغه د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې طالبانو يوه پوسته نيولې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.
د يادونې ده، قلعه زال د کندوز ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې شاوخوا اته مياشتې وړاندې هم طالبانو نيولې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن