ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اروزګان ته د نفوسو نيمايي برخه سهم هم نه ورکول کېږي”

“اروزګان ته د نفوسو نيمايي برخه سهم هم نه ورکول کېږي”

author avatar
7 Oct 2018 - 16:16
“اروزګان ته د نفوسو نيمايي برخه سهم هم نه ورکول کېږي”
author avatar
7 Oct 2018 - 16:16

ترینکوټ (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): د اروزګان ولایتي شورا غړي او ځایي اوسېدونکي پر مرکزي حکومت نیوکه کوي چې ګواکې له دغه ولایت سره توپیري چلند کوي او ورته د نفوسو نيمايي برخه سهم هم نه ورکول کېږي.

دوی وايي، د دغه ولایت نفوس اوس اته سوه زرو ته رسېږي، خو له مرکز څخه د څه باندې ۳ سوه زره نفوسو سهم ورکول کېږي.

د اروزګان د ولایتي شورا غړي او ځایې اوسېدونکي نن په ولایتي شورا کې راټول شوي وو او له مرکز څخه يې دغه ولایت ته د پوره حقوقو ورکولو غوښتنه کوله.

د دغه ولایت د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکي میراجان وویل، د دوی ولسوالۍ له تېر يوه کال راهیسې د اروزګان اړوند شوې، خو خلکو ته خدمات نه وړاندې کېږي.

هغه وايي، دولت باید د دوی حقوق په پوره ډول ورکړي او له ټولو امتیازاتو څخه دې برخمن شي.

د زین الله فاروقي په نوم د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي هم له مرکزي حکومته وغوښتل چې دغه ولایت ته د نفوسو اوسنۍ شمېرې له مخې حقوق او امتیازات ورکړي څو خلک له پوره خدماتو برخمن شي.

د اروزګان ولایتي شورا غړي مرکزي حکومت له دغه ولایت سره پر توپيری چلند ملامتوي او وایي، له تېرو څو کلونو راهیسې اروزګان ته د نفوسو نیمایې برخې سهم ورکول کېږي.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالکریم موسی زی وايي، د اوسنیو نا رسمي شمېرو له مخې د دغه ولایت ټول نفوس اته سوه زره ټاکل شوی، خو دغه ولایت ته يوازې د څه باندې ۳ سوه زره نفوسو حقوق ورکول کېږي.

د هغه په وينا، که څه هم ګیزاب ولسوالۍ له یوه کال راهیسې د دغه ولایت مربوط شوې خو ټول حقوق د پخواني نفوسو د اټکل له مخې دغه ولایت ته ورکول شوي دي.

د ولایتي شورا یو بل غړي محمد ظاهر نادري بیا ګواښ وکړ، که مرکزي چارواکې دغه ولایت ته پاملرنه ونه کړي او پوره حقوق ور نه کړي، نو په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.