ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ولسي جرګې نوماندانو د کمپاين پر لويو غونډو  بنديز ولګېد

خوست کې د ولسي جرګې نوماندانو د کمپاين پر لويو غونډو بنديز ولګېد

author avatar
7 Oct 2018 - 17:33
خوست کې د ولسي جرګې نوماندانو د کمپاين پر لويو غونډو  بنديز ولګېد
author avatar
7 Oct 2018 - 17:33

خوست ښار (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): د خوست امنيه قوماندانۍ د ولسي جرګې نوماندانو د کمپاين پر لويو غونډو  بنديز ولګاوه.

امنيتي چارواکي دا پرېکړه وروسته له هغه کوي چې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د ولسي جرګې نوماندانو د کمپاين په موټرو دوه بمي بريدونه وشول، چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزي نن د (تله ۱۵مه) خبري کنفرانس ته وويل چې امنيتي ګواښونو ته په کتو سره دې نوماندان يواځې په رسنيو بسنه وکړي او له لويو ټاکنيزو غونډو دې لاس په سر شي.

هغه زياتوي: ((د ډاډمن امنيت د خونديتوب په خاطر موږ نن په نظامي جلسه کې دا پرېکړه وکړه او له خپلو نوماندانو هيله کوو چې د لويو غونډو له جوړولو څخه دې ډډه وکړي او خپلې ژمنې دې ملت سره د رسينو له لارې شريکې کړي.))

امنيه قوماندان همدا ډول له نوماندانو وغوښتل چې د درنو وسلو له ګرځولو ډډه وکړي.

هغه که څه هم د ولسي جرګې د کوم نوماند نوم وانخيست، خو ويې ويل چې هر نوماند له ۵ ميله سپکې وسلې پرته نوره درنه وسله له ځان سره نه شي ساتلی.

نوموړى زياتوي: ((لطفاً دې نوماندان د درنې وسلې لکه پيکا، دهشکې او ار پي جي له ګرځولو ډډه وکړي، که چېرې دوی زموږ له دې پرېکړې سرغړونه وکړه، نو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته به د دوی په اړه رسمي شکايت وکړي.))

نوموړي همدارنګه په خپلو خبرو کې د ولسي جرګې له ټولو نوماندانو غوښتنه وکړه چې د امنيتي ځواکونو له خبرولو پرته دې په ناامنه ساحو کې کمپاين نه کوي، ځکه په وينا يې دا کار ډېر خطر لري.

دی وايي: ((ناامنه ساحو ته دې نوماندان تګ نه کوي، که چېرې تګ کوي او هلته چې هر څه پېښ شول مسووليت به يې په خپله غاړه وي. موږ تر خپله وسه د دوی د امنيت د تامين په خاطر خپل امکانات نه دريغوو.))

په همدې حال کې له دې ولايت څخه ولسي جرګې ته يوتن نوماند اکبرجان فولاد د امنيې قوماندانۍ دغه پرېکړه پرځای بولي چې نوماندان دې د لويو غونډو له جوړولو لاس په سر شي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په دې سره به د ولسواکۍ اصل چې ټاکنې دې په شفاف ډول ترسره شي او بل به د ناامنۍ د رامنځته کولو مخه نيول شوې وي.

هغه زياته کړه: ((که نوماند رښتيا غواړي چې خپل نظر خلکو ته ورسوي، ښه خبره داده چې جوماتونو او د خلکو حجرو ته لاړ شي او خلکو سره يو په يو کار وکړي، ولې له بده مرغه دوی له خلکو لپاره داسې کومه خبره نه لري چې هغوی ته قناعت ورکړي او يواځې د غونډو له لارې خلکو ته د فساد زمينه برابروي چې ډوډۍ او پنځه پيسې ورکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.