پلخمري (پژواک، ١٥ تله ٩٧): په بغلان کې يو شمېر کوچيان وايي چې د نامسوولو وسله والو له خوا ځورول کېږي او په زور ترې پيسې اخلي او پسونه بیايي.
د بغلان د مرکز پلخمري اړوند د زمانخېلو سیمې يوه کوچي فیروزخان د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې سيمه کې اتيا سلنه کوچيان اوسېږي چې هر يو په غره کې سلګونه پسونه لري.
د ده په وينا، د باج ګاه او کرکر په سيمو کې يې څر ځايونه درلودل، خو اوس نامسوولو وسله والو ترې نيولي دي.
ده زياته کړه: ((په دغه ځاى مو سره دعوه شوه، اوس دې کسانو زموږ پسونه هم وړي دي.))
فيروز خان د يادو وسله والو په اړه نور معلومات وړاندې نه کړل، خو زياته يې کړه چې په دې اړه يې څو ځلې د ولايت مقام ته عريضه کړې، خو تر اوسه يې چا غږ نه دى اورېدلى.
دغه راز په بغلان کې د ١٢ سوه کوچي کورنيو سرخېل سيد رحمان پژواک ته وويل: ((تنها زموږ قوم ١٥زره پسونه درلودل، خو د څرځايونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره مو اووه زره پسونه نامسوولو وسله والو ته باج ورکړی دی.))
د هغه په خبره، په پخوانيو حکومتونو کې دوى د دغه ولايت په حسن تال او تاله او برفک سيمو کې څرځايونه درلودل، خو چا ورته ستونزې نه جوړولې.
ده زياته کړه، دا مهال يو شمېر کوچيان د دهنه غوري ولسوالۍ د توغندرې او دېوان ګلچين په غرونو کې خپلې رمې پيايي او هغوى هم له ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((هغه بېچارګان مجبوره دي چې هلته همدې نامسوولو وسله والو ته باج کې پيسې يا پسونه ورکړي، څو يې په ارام پرېږدي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن