کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٧): د کرنې وزارت وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د زعفرانو د ښه کیفیت او نړیوال مقام ساتلو، ارزښت لوړولو او د تولیداتو د پراختیا په خاطر د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو واردات منع کړل.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ياد وزارته پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
سرچينه کاږي، د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو وارداتو د مخنیوي پرېکړه جمهوري ریاست ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر وړاندیز وروسته شوې ده.
سرچينه زياتوي، څه موده مخکې هم د افغانستان د زعفران کارانو ملي ټولنې غړو له ولسمشر سره په لیدنه کې هېواد ته د زعفرانو او زعفرانو د پیازو د وارداتو د بندولو غوښتنه کړې وه.
همدا راز د کرنې وزارت وایي، د زعفرانو او د هغه د پیازو واردات د افغانستان د زعفرانو د ارزښت د ټيټولو او د زعفران د ګیاوو د ناروغیو واردولو لامل کېږي او د یاد مخ پر ودې صنعت په وده کې د ستونزې او خنډ لامل کېږي.
کرنې وزارت جمهوري ریاست ته په خپل وړاندیز کې لیکلي: «په دې وروستیو کلونو کې هېواد ته د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو قاچاق او واردول د یو شمېر ستونزو لامل شوې او دغه موضوع د زعفرانو د کرکيلې او پر اختیا په برخو کې یو لوی خنډ ګڼل کېږي.»
یاد وزارت همداراز وایي، د افغانستان زعفران په نړۍ کې د «ښه کیفیت لرونکي زعفرانو په توګه لومړی مقام لري» او له بهره د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو واردول د دې لامل کېږي چې د افغانستان په نوم بې کیفیته زعفران بهر ته صادر شي چې د افغانستان د زعفرانو د بدنام کېدو لامل شي.
همداراز «د زعفران او د زعفرانو د پیازو واردات د دې سبب کېږي چې خصوصي سکټور او پانګه وال په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا له لاسه ورکړي.»
د یادونې ده، کرنې وزارت تر خپلې وړاندوینې چې «د زعفرانو د دوامداره پراختیا پنځه کلن کړنلاره» کې درلود، د خپلو زعفرانو د تولیداتو کچه لا ډېره کړې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، یاد وزارت تېر کال د زعفرانو د تولید کچه له ۳.۵ ټنو څخه ۱۰.۶ ټنو او د زعفرانو د کرکيلې سیمه یې له یو زر او ۵۰ هکتاره، پنځه زره او ۲۰۵ هکتارو ته رسولې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د زعفرانو ناروغیو او کیفیت د کنټرول درې معياري لابراتوارونه جوړول، په نړیوالو سټنډرډونو سره د زعفرانو د پروسس د ۹ مرکزونو تجهیزول، د شرایط وړ خصوصي شرکتونو ته نړیوال سرټیفکيټونه "ISO" چمتو کول، پر زعفران کارانو ۲۶۵ ټنه د زعفرانو پیاز وېشل، په څلورو زونونو کې ۸ څېړنیزې «اګرونومیکي» پروژې پلي کول او د ۱۲زرو کسانو روزل چې د زعفرانو په صنعت کې کار کوي، د زعفرانو د دوامداره پراختیا په برخه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نورې لاسته راوړنې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن