کابل (پژواک ١٥ تله ٩٧): د کابل امنيتي مسوولين وايي، په يوولسمه امنيتي حوزه کې د ماين په چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي دي.
د کابل امنيه قومندانۍ وياند بصير مجاهد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ماخوستن په ٦:٥٠ بجو د پوليسو په شهرک کې امنيتي پوستې ته نږدې ځاى په ځاى شوي ماين چاودنه کړې ده.
ده زياته کړه، په دې چاودنه کې يو پوليس او دوه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
د کورنيو چارووزارت وياند نجيب دانش بيا وايي چې په دې پېښه کې يو د ملي پوليسو سرتېرى او بل ملکي وګړى ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن