د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"بلخ کې تر اوسه د ټاکنيزو سرغړونو هېڅ شکايت نه دی ثبت شوی"

"بلخ کې تر اوسه د ټاکنيزو سرغړونو هېڅ شکايت نه دی ثبت شوی"

Oct 08, 2018 - 18:38

مزار شريف (پژواک، ۱۶تله ۹۷): په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفتر وايي، په دغه ولايت کې تر اوسه د ټاکنيزو سرغړونو هېڅ شکايت نه دی ثبت شوی؛ خو زياتوي چې د ۸۵ ټاکنيزو مرکزونو امنيتي ستونزه لا پر ځای پاتې ده.

د بلخ اوسېدونکي بيا وايي، يو شمېر کانديدان د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د انتخاباتو قانون تر پښو لاندې کوي، خو زياتوي چې دوی يې په اړه ځکه شکايت نه کوي چې د کمېسيون پر کړنو باور نه لري.

له دې سره امنيتي چارواکي د تل په څېر د تړل شويو مرکزونو د بيا خلاصېدو لپاره د عملياتو پيلېدو خبره کوي.

ولسي جرګه کې د بلخ  د ۱۱ څوکيو لپاره په دغه ولايت کې ۸۵ نوماندان د ټاکنيزو سياليو ميدان ته وتلي چې ۲۲ يې مېرمنې دي.

د ټاکنيزو سياليو له پيل سره هم مهاله ټاکنو کمېسيون له نوماندانو غوښتنه کړې وه، چې خپل کمپاينونه له قانون سره سم ترسره کړي.

اوس چې د ټاکنيزو سياليو څه باندې يوه اوونۍ تېرېږي، بلخ ولايت کې تر اوسه هېڅ ډول انتخاباتي شکايت نه دی ثبت شوی.

د بلخ ولايت د ټاکنو سيمه ييز دفتر رييس محمد ظاهر اکبري د تلې په ۱۶مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، که څوک د ټاکنيزو سرغړونو په تړاو معلومات لري، نو کمېسيون سره دې يې شريک کړي.

نوموړي زياته کړه، د ټاکنيزو سياليو پر مهال د کانديدانو د هڅو د څارنې په موخه ځانګړي ګروپونه جوړ شوي دي.

هغه زياتوي، د کانديدانو مالي لګښتونه د کمېسيون تر جدي څار لاندې دي.

په بلخ کې د ټاکنو کمېسيون رييس د دغه ولايت په څو ولسواليو کې د ۴۱ تړل شويو ټاکنيزو مرکزونو په تړاو اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، که امنيتي ځواکونه ژر تر ژره لاس په کار نه شي، نو ياد مرکزونه به د ټاکنو پر ورځ تړلي پاتې شي.

هغه وويل: ((که همدا نن او سبا کې عمليات پيل نه شي، نو له بده مرغه چې د ټاکنو په ورځ به هم ياد ۴۱ مرکزونه تړلي پاتې وي؛ خو موږ هيله مند يو چې امنيتي ځواکونه دې برخه کې اقدامات وکړي.))

اکبري همداراز زياته کړه، د ۴۱ تړل شويو مرکزونو تر څنګ ۲۴ ټاکنيز سايټونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي او هره شېبه يې د تړلو وېره شته.

د هغه په خبره، ډېر دغه مرکزونه د بلخ په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې تړل شوي دي.

نوموړی زياتوي، د ټاکنو ټول اړين او اساسي مواد مزار شريف ته را رسېدلي دي، چې ډېر ژر به ولسواليو او مرکزونو ته واستول شي.

د اکبري په خبره، د بايومټريک وسايل تر اوسه بلخ ته نه دي لېږدول شوي؛ خو زياته يې کړه چې ډېر ژر به ور واستول شي.

د بلخ امنيتي چارواکي بيا د تل په څېر د تړل شويو مرکزونو د خلاصون لپاره د پوځي عملياتو د پيلېدو خبره کوي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شيرجان دراني پژواک ته وويل، د دغه ولايت د نا امنه سيمو د تصفيې لپاره پراخ عملياتي پلان جوړ شوی، چې ډېر ژر به يې د عملي کېدو چارې پيل شي.

هغه زياته کړه، بلخ ته له ولسمشر سره په سفر کې د امنيتي سکتور لوړپوړي چارواکي هم راغلي و، چې ياد عملياتي پلان د هغوی له نظر سره سم جوړ شوی دی.

دراني وويل: ((موږ به په همدې ورځو کې د نا امنه سيمو د پاکولو عمليات شروع کړواو ډاډ ورکوو چې تړل شوي ټاکنيز مرکزونه به هم بېرته پرانيستل شي.))

له دې سره د بلخ اوسېدونکي او مدني فعالان بيا وايي، يو شمېر نوماندان يې ليدلي چې د ټاکنيزو قوانينو خلاف کړنې يې ترسره کړې دي.

د مزار شريف اوسېدونکي غلام رسول پژواک ته وويل، ځينې نوماندان د خپل کمپاين پر مهال هغه ټکي نه مراعاتوي چې بايد ترسره يې نه کړي.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل چې يو شمېر نوماندان حتی د پوليسو له موټرو څه د خپل کمپاين لپاره استفاده کوي.

هغه وايي: ((موږ يې هره ورځ وينو چې کانديدان په هغو ځايونو هم عکسونه لګوي، چې دولتي ودانۍ او يا د خلکو کورونه دي، د کانديدانو کمپاينران د شپې له تيارې څخه په استفادې د خلکو پر شخصي ودانيو خپل عکسونه لګوي، چې خلک ورسره په عذاب دي.))  

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې خلک يې ځکه په اړه ټاکنو کمېسيون ته شکايت نه کوي، چې په ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون باور نه لري.

د هغه په وينا، دمګړۍ د بلخ د کانديدانو په لېست کې داسې کسان شته، چې د فساد او ناقانونه کړنو دوسيې لري؛ خو کمېسيون له وروستي لېست څخه نه دي وېستلي.

ده زياته کړه، خلک ځکه شکايت نه کوي، چې خپل شکايت ته د رسېدو باور ورسره نشته.

د بلخ ولايت مدني فعال سيرت نوري هم په دې نظر دی، چې بلخي کانديدانو د ټاکنيزو منډو پر مهال انتخاباتي قوانين تر پښو لاندې کړي دي.

هغه پژواک ته وويل، ځيني هغه کانديدان چې پخوا د ولايتي شورا يا هم ولسي جرګې غړي وو او اوس يې بيا ځانونه کانديد کړي، لا هم دولتي موټر ورسره دي او له هغو څخه د ټاکنيز کمپاين برخه کې استفاده کوي.

نوموړی وايي، يو شمېر سرغړوونکي نوماندان د زر او زور خاوندان دي او خلک يې له وېرې څخه په اړه شکايت نه شي کولای.

هغه زياته کړه: ((سهي ده چې د شکايتونو کمېسيون ويلي، چې د معلومات ورکوونکو نومونه به پټ ساتي؛ خو خلک په دې خبره باور نه کوي؛ ځکه همدا د زر او زور لرونکي نوماندان په ټاکنيزو کمېسيونونو کې هم خپل خپل کسان لري.))

نوري له ټاکنيزو کمېسيونونو څخه وغوښتل چې له سرغړوونکو نوماندانو سره جدي چلند وکړي.

بلخ ولايت کې څه باندې څلور سوه زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون نوم ليکنه کړې، چې څه باندې سل زره يې مېرمنې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement