ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو بڼوال: مڼې مو مارکېټ نه لري، د وښو په بيه يې پلورو

د ميدان وردګو بڼوال: مڼې مو مارکېټ نه لري، د وښو په بيه يې پلورو

author avatar
8 Oct 2018 - 16:12
د ميدان وردګو بڼوال: مڼې مو مارکېټ نه لري، د وښو په بيه يې پلورو
author avatar
8 Oct 2018 - 16:12

ميدان ښار (پژواک، ١٦ تله ٩٧): په افغانستان کې سږ کال په داسې حال کې د مڼو بيه ٤٠ سلنه رالوېدلې او بڼوال په بازارموندنه کې له حکومته د مرستې غوښتنه کوي چې پاکستان له افغانستانه دغه هېواد ته د مڼو لېږد بند کړى دى.

دغه راز بڼوال له حکومته غواړي چې دوى ته د مڼو ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي، څو مڼې يې له خرابېدو وساتل شي او دوى له دې لارې ګټه ترلاسه کړي او يا لږ تر لږه له تاوانه وژغورل شي.

د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د خسرو سيمې يو بڼوال عبدالرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال په دغه موسم کې يو من (٧ کيلوګرامه) مڼې په عمده ډول په ٢٢٠ افغانۍ پلورل کېدې خو اوسې يې بيه شاوخوا ٩٠ افغانيو ته رالوېدلې ده.

دى وايي چې پر هر من مڼو شاوخوا ٣٠ افغانۍ لګښت راځي او بڼوال په هر من کې شاوخوا ٥٠ افغانۍ ګټه پاتې کېږي.

خو ده وويل چې تېر کال د مني په وروستيو کې له دې امله د مڼو بيه ځکه شاوخوا ١٢٠ افغانيو ته راولوېده چې له ايران څه ډېرې مڼې واردې شوې.

عبدالرحيم وايي: "له دولت نه مو هیله دا ده چې مڼو ته په بازارموندنه کې له بڼوالو سره مرسته وکړي او سړې خونې ورته جوړې کړي څو بڼوال وکولاى شي مڼې له خرابېدو وساتي او له تاوان نه وژغورل شي."

خو د دغه ولايت د چک ولسوالۍ يو بڼوال ګل رحمان وايي: "مڼې مې شکولې او په پټي کې پرتې دي، تېره ورځ مې يو څه کابل ښار ته يووړې، يو من په اتيا افغانۍ خرڅې شوې، ٢٥ افغانۍ مصرف پرې راغلى، په يوه من کې ٥٥ افغانۍ په لاس راغلې."

د ميدان وردګو ولايت د سید اباد ولسوالۍ د تنګي درې یو بل بڼوال فرید احمد چې ښوونکی هم دی وايي: "سږ کال د مڼو کیفیت ډېر اوچت دی، مګر بیه یې په نشت حساب ده. ټول کال مو خواري ورسره وکړه اوس د وښو په بیه هم نه خرڅېږي، د حکومت کار څه دی؟ یواځې یو ډاکتر وکیل راته مڼې دود کړې، خو اوس یې حکومت له دومره امکاناتو سره د خرڅولو لارې چارې نه شي برابرولی."

د يادونې ده، يو من وچ واښه په شاوخوا ٨٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د مڼو سوداګر هم زيانمن شوي.

د مڼو یو سوداګر فضل الربي چې د کابل په فاضل بېک سيمه کې د مڼو په مارکېټ کې مڼې پلوري، وايي: "له بڼوالو مې په اتیا او نوي افغانۍ مڼې را ونیوې، خو چې مارکېټ ته مې راوړې په اویا افغانۍ مې خرڅې کړې، تجار خو د ګټې لپاره مڼې اخلي د تاوان لپاره نه."

د هغه په وينا، تر دې مخکې د مڼو بيه دومره نه وه رالوېدلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.