ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات خلکو له دغه ولایته نورو هېوادونو ته د مستقیمو الوتنو غوښتنه وکړه

د هرات خلکو له دغه ولایته نورو هېوادونو ته د مستقیمو الوتنو غوښتنه وکړه

author avatar
8 Oct 2018 - 16:50
د هرات خلکو له دغه ولایته نورو هېوادونو ته د مستقیمو الوتنو غوښتنه وکړه
author avatar
8 Oct 2018 - 16:50

هرات (پژواک، ١٦ تله ٩٧): د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هرات په هوايي ډګر کې د غوره خدماتو لپاره مېلیونونه ډالر مصرف شوي خو اوسېدونکي یې بهر ته د سفر لپاره د کابل له نړیوال هوايي ډګره سفر ته اړ دي.

په داسې حال کې چې د هرات اوسېدونکي بهرنیو هېوادونو ته د مستقیمو الوتنو غوښتنه کوي خو همدا اوس له دغه ولایت څخه یوازې ایران او هند ته الوتنې کېږي.

دغه کسان وايي چې په تېرو اوو کلونو کې د هرات د هوايي ډګر د پراختیا لپاره د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې ډول اېټالیا په مرسته څو سترې پروژې پلې شوې دي، خو دغه لګښت یوازې د نوم د بدلون لپاره ترسره شوي دي.

دوی وايي چې مخکې دغه هوايي ډګر د هرات د هوايي ډګر په نوم و خو اوس د «هرات د نړیوال هوايي ډګر» نوم ورګړل شوی دی.

د هرات اوسېدونکي شرف الدین پژواک ته وویل چې که مسافر عربي متحده اماراتو، ترکیې او یا نورو هېوادونو ته د تلو نیت ولري لومړۍ باید په ډېر لګښت کابل ته لاړ شي او وروسته له هغه ځایه نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

هغه زیاته کړه: ((په داسې حال کې چې له هرات څخه دبی ته د الوتکې یو نیم ساعت لاره ده خو مسافر باید لومړۍ کابل ته یو ساعت پرواز وکړي او که په الوتکه کې لاړ نه شي په موتر کې ۲۰ ساعته لار وهي.))

د هرات بل اوسېدونکي محمد عمر وویل: ((د دغه ډګر څېره یوه هوايي ډګر ته ورته ده، خو له دې هوايي ډګر څخه یوازې مشهد او ډهلي ته سفر کېږي، په داسې حال کې چې موږ نورو هېوادونو ته د سفر اړتیا لرو.))

د دغه ولایت اوسدونکی عباس علي زاده هم وايي: ((کله چې موږ بهرنیو هېوادو لکه اماراتو ته ځو مجبور یو چې لومړۍ په ډېر لګښت کابل ته سفر وکړو.))

یو شمېر مدني فعالان هم وايي چې د هېواد په ملکي هوايي چلند اداره کې د فساد شتون او د هرات په اړه د حکومت تبعیضي چلند د دې لامل شوی چې د هرات هوايي ډګر پرمختګ ونه کړي.

د راپورونه پر اساس، په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د هرات په هوايي ډګر کې د ۳،۵ مېلیون امریکايي ډالرو په ارزښت پروژه کار شوه او د دغه ولایت چارواکو اعلان وکړ چې دغه هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره تیار دی.

د هغه په دوام په ۱۳۹۲ هـ ش کابل کې د افغانستان د ماليي وزارت د هرات د هوايي ډګر د معیاري کېدو لپاره د اېټالیا له سفارت سره د ۳۹ مېلیون ډلرو په ارزښت لاسلیک کړ.

خو اوس د هرات د هوايي ډګر مسوولین د دغه هوايي ډګر د بیارغونې او پراختیا لپاره د مرسته شوو پیسو د اندازې په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې دغه هوايي ډګر د بهرنیو الوتنو د زیاتېدو توان او امکانات نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.