ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګرشک برېښنا پروژې ته په ٣٥ ميليون ډالرو يواځې يوه تحويلخانه جوړه شوې

د ګرشک برېښنا پروژې ته په ٣٥ ميليون ډالرو يواځې يوه تحويلخانه جوړه شوې

author avatar
8 Oct 2018 - 15:59
د ګرشک برېښنا پروژې ته په ٣٥ ميليون ډالرو يواځې يوه تحويلخانه جوړه شوې
author avatar
8 Oct 2018 - 15:59

لښکرګاه (پژواک، ١٦ تله ٩٧): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د برېښنا سیستم جوړولو تړون چې د ٧١ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت له يوې هندۍ کمپنې سره لاسليک شوى و، یادې کمپنۍ دغه چارې په نيمايي کې پرېيښې او تښتېدلې ده.

شاوخوا شپږ کاله مخکې د ګرشک ولسوالۍ د برېښنا جوړولو تړون د اى پي اېل په نوم له يوې هندۍ کمپنۍ سره د ٧١ ميليونه امريکايي ډالرو په لکښت لاسليک شو.

د دې ولسوالۍ د برېښنا امر عبدالوکيل د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې موده کې يادې کمپنۍ په نيمايي پيسو باندې د يو پخواني توربين ځاى پاک کړى او يوه تحويل خانه يې جوړه کړې ده.

هغه وايي چې ٥٧ کاله وړاندې دغه ځاى د درېيو توربينونو لپاره جوړ شوى و چې بيا دوه يې فعال شول او درې مېګاواټه برېښنا يې توليدوله خو اوس کمزوري شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، شپږ کاله مخکې د اوبو او برېښنا وزارت او نړيوال بانک ترمنځ يو تړون لاسليک شو چې له مخې یې بايد په دغه ځاى کې درې نوي توربينونه فعال شي.

هغه زياته کړه: ((د دغو توربينونو فعالولو تړون له يوې هندي کمپنۍ سره لاسليک شو چې بيا دې هندي کمپنۍ په دې موده کې ډېر لږ کار وکړ او شپږ مياشتې وړاندې يې چارواکي او کارکوونکي تللي او تر اوسه بېرته نه دي راغلي.))

وکيل زياتوي چې په دې موده کې د يادې هندي کمپنۍ مسوولينو له يو شمېر هټۍ والو په پور توکي اخيستي او د کارکوونکو پيسې يې هم له ځان سره وړې دي.

ده وويل چې په دې وروستيو کې د ګرشک د برېښنا تړون د ٣١ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت له يوې ترکي کمپنۍ سره لاسليک شوى چې تر اوسه يې کار نه دى پيل کړى.

دغه راز په ګرشک ولسوالۍ کې د يخ جوړولو فابريکې مالک عبدالرووف پژواک ته وويل: ((دا څو کاله يې د کار په موسم کې موږ ته ويل چې په توربينونو کار روان دى، برقونه به يې قطع کړل خو اوس خبر شو چې هېڅ کار نه دى شوى.))

دغه راز د ګرشک بازار يوه هټۍ وال امين الله پژواک ته وويل چې د يادې هندي کمپنۍ مسوولينو له ده څخه ډېر توکي په پور وړي دي.

هغه وايي: ((له ما یې خوراکي او نور توکي وړي، پيسې مې پرې باندې دي خو دا څو مياشتې کېږي چې نشته، ورک شوي دي، حکومت هم په دې برخه کې زموږ غږ نه اوري.))

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د برېښنا شرکت رييس نصرالله قانع پژواک ته وويل چې هندي کمپنۍ تښتېدلې خو پاتې چارې به يې ترکي کمپنۍ پر مخ بوځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.