ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکنیزو سیالیو په کابل کې د شخصي مطبعو بازار ګرم کړی

ټاکنیزو سیالیو په کابل کې د شخصي مطبعو بازار ګرم کړی

author avatar
8 Oct 2018 - 15:25
ټاکنیزو سیالیو په کابل کې د شخصي مطبعو بازار ګرم کړی
author avatar
8 Oct 2018 - 15:25

کابل (پژواک، ١٦ تله ۹۷): په کابل کې شخصي مطبعې سربېره پر دې چې د چاپ د خامو توکو د بیې له زیاتېدو شکایت کوي، د ولسي جرګې د نوماندانو د تبلیغاتي پاڼو چاپولو له لارې زیات عاید لري، خو تر اوسه هېڅ نوماند دولتي مطبعو ته د چاپ فرمایش نه دی ورکړی.

د ولسي جرګې ټاکنې به تر راتلونکو دوو اوونیو د تلې په ۲۸مه ترسره شي. د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ د تلې په شپږمه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵ مې به دوام ولري.

د دغه کمپاین له پیل کېدو وروسته د ښارونو په ځانګړې توګه کابل ښار څېرې بدلون کړی او د نوماندانو زرګونه انځورونه او پوسټرونه په دېوالونو، د برېښنا په ستنو او لارو لګول شوي دي.

په دغه اقدام سره د شخصي مطبعو بازار ښه شوی دی.

په کابل کې د انصار خصوصي مطبعې څښتن شفیق الله انصار پژواک ته وویل، د مطبعو د کار بازار د تېرو ټاکنو په پرتله ښه دی.

هغه زیاته کړه: ((موږ لږ تر لږه له ۱۰ څخه تر ۱۵ نوماندانو د فرمایش تیاری درلود، خو تر ۳۰ ډېر نوماندان راغلل او د تبلیغاتي پاڼو فرمایش یې راکړ… د ډیزان او چاپ په برخه کې مو څلور تازه کارکوونکي جذب کړل.))

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د مطبعو د چارو ظرفیت د تېر کال په پرتله ډېر شوی او د هر ډول فرمایش د منلو توان لري.

هغه څرګنده نه کړه چې څومره عاید لري خو ویې ويل: ((ځيني وخت د ټاکنو عایدات زموږ د یوه کال له عایداتو زیاتېږي او که هر کال یو ځل ټاکنې ترسره شي، د چاپ هېڅ مطبعه به سقوط ونه کړي.))

په کابل کې د دانش خصوصي مطبعې مالک هم له جزئیاتو پرته د مطبعو د عایداتو د زیاتېدو خبره کوي او زیاتوي، د تېرې میاشتې په جریان کې داسې ورځ راغلې چې د دانش خصوصي مطبعې په یوه ورځ کې په بېلا بېلو اندازو د نوماندانو ۸۰ زره تلبغاتي پاڼې او پوسټرونه چاپ کړي دي.

د هغه په خبره، ځیني نوماندان هم خپلې تبلیغاتي پاڼې او پوسټرونه په کابل کې چاپوي؛ ځکه په یو شمېر ولایتونو کې د چاپ اسانتیاوې نشته.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه هم فرمایشونه موجود دي خو کم شوي دي؛ ځکه په بازار کې د خامو موادو بیې څو برابره زیاتې شوې دي.

هغه وویل، د چاپ کاغذ او نور مواد له پاکستان، چین، ایران او ځينو نورو هېوادونو راوړل کېږي.

د متحد خصوصي مطبعې مالک احمدالله نوري همدا راز وویل، دې مطبعې د نوماندانو د ټاکنيزو سیالیو له پیله تر اوسه تر ۵۰ زرو ډېر پوسټرونه او لوحې چاپ کړې دي.

هغه وویل: ((په دې وروځو کې موږ لږ تر لږه له زرو څخه تر څلور زره مترو پوسټر چاپوو، د الله فضل دی شهرت مو ترلاسه کړی او پېرېدونکي مو پیدا کړي دي.))

د ده په خبره، په تېرو ټاکنو کې ځينې ټبلیغاتي پاڼې په بهر هېوادونو کې چاپېدې، خو اوس یې ډېری نوماندان په هېواد کې د ننه چاپوي، ځکه په هېواد کې د ننه د چاپ پوره امکانات موجود دي.

دی وايي، د پاکسان له پولې سره په نږدې ولایتونو کې ځيني نوماندان خپلې تبلیغاتي پاڼې په پاکستان کې چاپوي.

هغه هم له جزئیاتو پرته وویل چې د متحد مطبعې عایدات د نوماندانو د تبلیغاتي پاڼو او پوسټرونو له امله تر اټکل شوې اندازې زیات دي.

ده هم زیاته کړه چې د چاپ د خامو موادو بیې له دوه برابره زیاتې شوې دي او د موادو د چاپ بیې هم لوړې شوې دي.

د ستانګزي خصوصي مطبعې مالک فواد ستانکزی یې هم د کمپاین په ورځو کې له کاروبار څخه خوښ دی او وايي: ((اوس هم فرمایشونه راځي، خو په بازار کې د خامو موادو بیې لوړې شوې دي، هغه بیه چې شل ورځې مخکې مو له نوماندانو اخیسته او په هغه بیه چې اوس تمامېږي نوماندان نه غواړي خپلې تبلیغاتي پاڼې چاپ کړي.))

نوموړي هم په بازار کې د خامو موادو د بیې له لوړېدو شکایت وکړ.

د خصوصي مطبعو یو شمېر مالکانو په داسې حال کې د ولسي جرګې د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو د تبلیغاتي پاڼو د چاپ له لارې ډېر عایدات تر لاسه کړي چې تر اوسه هېڅ نوماند دولتي مطبعو ته د چاپ فرمایش نه دی ورکړی.

د ازادۍ دولتي مطبعو د عمومي ریاست مالي مرستیال محمد صابر سخا وویل چې تر اوسه هېڅ نوماند د خپلو تبلیغاتي پاڼو د چاپ لپاره دغه ریاست ته نه دی راغلی.

هغه زیاته کړه چې دغه مطبعه د پرمختللو ماشینونو په درلودلو د هر ډول تبلیغاتي پاڼو د چاپ وړتیا لري، خو له دې امله چې په هېواد کې د ننه د چاپي خامو موادو بیې نسبتا لوړې شوې نو دوی نه شي کولای له خصوصي مطبعو سره رقابت وکړي.

نوموړي روښانه کړه چې نوماندان ځکه دغه ریاست ته د چاپ فرمایش نه ورکوي چې په دې مطبعه کې د خصوصي مطبعو په پرتله د چاپ بیه ډېره ده.

هغه وویل چې دغه ریاست د کافي بودجې د نه شتون له امله نه شي کولای د چاپ خام مواد له بهرنیو هېوادونو وارد کړي څو له خصوصي مطبعو سره سیالي وکړي.

هغه زیاته کړه، نه یوازې نوماندان، بلکې دولتي ادارې هم د دوی د اړتیا وړ پاڼې په شخصي مطبعو کې چاپوي.

د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر امر کړی چې دولتي ادارې دې خپلې پاڼې په ازادۍ مطبعو کې چاپ کړي.

نوموړي وویل چې د اطلاعاتو او کلتور او بهرنیو چارو وزارتونه په ټولیز ډول ۱۹۳ ميلیون افغانۍ د دغه مطبعو پوروړي دي او که دغه پیسې یې ورکړې وای د ازادي مطبعو کولای شول د چاپ خام مواد له بهرنیو هېوادونو وارد کړي او د بازار په بیه د نوماندانو تبلیغاتي پاڼې چاپ کړي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.