ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د طالبانو او داعش جګړو سلکونه کورنۍ بېځايه کړې دي

کونړ کې د طالبانو او داعش جګړو سلکونه کورنۍ بېځايه کړې دي

author avatar
8 Oct 2018 - 14:46
کونړ کې د طالبانو او داعش جګړو سلکونه کورنۍ بېځايه کړې دي
author avatar
8 Oct 2018 - 14:46

اسعد اباد (پژواک، ١٦ تله ٩٧): په کونړ ولايت کې د داعش او طالبانو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.

د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهيسې وسله وال طالبان او داعش ډلې په خپلو کې نښتې دي چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

له يادې سیمې راکډه شوې کورنۍ وايي چې له جګړې مخکې داعش ډلې خبردارى ورکړى و چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیموته کډه شي.

پنځه پنځوس کلن بزرګ چې د يادې ولسوالۍ د څپرې له سيمې خوندي سيمې ته کډه شوى، پژواک اژانس ته وويل چې د خپلې کورنۍ له غړو سره کډه شوى او د کور ټول سامان يې هلته پرېیښى دى.

هغه زياته کړه: ((نور هېڅ د اړتیا وړ توکي مي له ځان سره نه دي راوړي، ډک کورونه مو پرېښودل، په سيمه کې مو لکه د باران ګولۍ ورېدې، یوازې سرونه مو خوندي را و ایستل.))

د ګل جانې په نوم د پاخه عمر مېرمنې چې له سترګو يې اوښکې تويېدې پژواک ته وويل چې ډک کورونه یې پرېيښي دي او د دوستانو په کور کې مېشت شوي دي.

د نوموړې په وينا، دلته یې هم د ژوند کولو هېڅ چاره نشته، له پوښاکه نيولې تر څښاک او خوراک هېڅ مدرک نه لري.

دې مېرمنې له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه.

د عادل په نوم يو ځوان چې د داعش او طالبانو ترمنځ په جګړه کې ټپي شوی وايي: ((زموږ د څپرې په سیمه کې  له تېرې اوونۍ راهيسې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوې چې له امله يې د سيمې خلکو ته د سر او مال زیانونه هم اوښتي دي، کورونه او کروندې مو پاتې شوې، يواځې ځانونه مو خوندي سيمو ته رسولي دي.))

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي چې په ياده جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه پژواک ته وويل چې ولايت مقام يو بېړنى کمېسيون ټاکلى څو په سيمه کې د راکډه شوو کورنيو شمېر معلوم کړي او لومړنۍ مرستې ورسره وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.