ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې ۱۷ کسان وژل شوي

د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې ۱۷ کسان وژل شوي

author avatar
9 Oct 2018 - 15:14
د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې ۱۷ کسان وژل شوي
author avatar
9 Oct 2018 - 15:14

هرات (پژواک، ١٧ تله ٩٧): د هرات سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د  طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په خپلمنځي جګړه کې له دواړو لورو ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ګذرې ولسوالۍ په پیرخوله سیمه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په یوه قوماندان ملا صمد پورې تړلې سرې قطعې او د ملا رسول تر مشرۍ لاندې د طالبانو د بلې ډلې د قوماندان ملا منان نیازي د کسانو ترمنځ په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دې جګړه کې د ملا صمد ۱۱ کسان او د ملا منان شپږ کسان وژل شوي دي.

د ده په خبره، په یاده جګړه کې د دواړو لورو ۸ کسان ټپیان هم دي.                             

په همدې حال کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یادې جګړې په تایید ویلي چې په دې جګړه کې د ملا صمد ملګرو د ملا منان ۱۶ کسان وژلي او د هغوی مرکز یې هم نیولی دی.

قاري یوسف په ملا صمد پورې د تړلو کسانو د وژنې په اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې په شپږمه د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو قوماندانانو ترمنځ په جګړه کې د قوماندان حزب الله اووه کسان او د قوماندان عاشور یو کس وژل شوی و او یو شمېر نور ټپیان وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.