ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لوګر کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

author avatar
9 Oct 2018 - 16:26
لوګر کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
author avatar
9 Oct 2018 - 16:26

پل علم (پژواک، ۱۷ تله ۹۷): په لوګر کې د څه باندې ٦٦ ميليونه افغانيو په لګښت د کرنې برخې بشپړې شوې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دغه پروژې نن د کرنې او مالدارۍ د وزير نصيراحمد دراني، د لوګر د والي محمد انور اسحاقزي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو له لوري پرانيستل شوې.

په دې غونډه کې د لوګر د کرنې رييس محمد دين مومند وويل چې په دې پروژو کې د خوښۍ ولسوالۍ  د ترویجي ادارې احاطه، ګودام، شلټر، د التمور، عیسى خېلو او محمداغې ولسوالۍ د ناظر کلا کانالونه او د کرنې ریاست اداري ودانۍ شاملې دي.

مومند زياته کړه چې دغه پروژې د يو کال په موده کې بشپړې شوې چې څه باندې ٦٦ ميليونه افغانۍ پرې لګول شوې دي.

دغه راز په دې غونډه کې د کرنې وزير نصيراحمد دراني وويل چې د پروژې د امنيت د تامين په برخه کې خلک بايد له حکومت سره پوره همکاري وکړي.

ده زياته کړه: ((په دې پروژو بسنه مه کوئ، لويې او اغېزناکې پروژې راته په ګوته کړئ، څو کار ورته وکړو او تاسو ترې برخمن شئ.))

وزير وويل چې راتلونکی کال به د لوګر د کرنې په بېلابېلو برخو کې د خلکو او چارواکو له مشورو سره سم پروژې پلې کړي.

همدارنګه د لوګر والي محمد انور اسحاقزي وويل چې د دغه ولايت په نورو برخو کې هم بايد ډېرې پروژې پلې شي.

هغه وويل: ((د لوګر خلک د پروژې پلې کېدو په برخه کې له حکومت سره پوره همکاري کوي.))

دغه راز د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې د دې پروژې پلي کېدل د دغه ولايت د خلکو لپاره يوه لاسته راړونه ده.

ستانکزي وويل چې د دې پروژې په پلي کېدو سره تر ډېره د خلکو ستونزې هوارې شوې خو په نورو برخو کې هم بايد ورته پروژې پلې شي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې کلونو کې د لوګر ولايت د کرنې په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر پروژې پلې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.