پل علم (پژواک، ۱۷ تله ۹۷): په لوګر کې د څه باندې ٦٦ ميليونه افغانيو په لګښت د کرنې برخې بشپړې شوې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې نن د کرنې او مالدارۍ د وزير نصيراحمد دراني، د لوګر د والي محمد انور اسحاقزي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو له لوري پرانيستل شوې.
په دې غونډه کې د لوګر د کرنې رييس محمد دين مومند وويل چې په دې پروژو کې د خوښۍ ولسوالۍ د ترویجي ادارې احاطه، ګودام، شلټر، د التمور، عیسى خېلو او محمداغې ولسوالۍ د ناظر کلا کانالونه او د کرنې ریاست اداري ودانۍ شاملې دي.
مومند زياته کړه چې دغه پروژې د يو کال په موده کې بشپړې شوې چې څه باندې ٦٦ ميليونه افغانۍ پرې لګول شوې دي.
دغه راز په دې غونډه کې د کرنې وزير نصيراحمد دراني وويل چې د پروژې د امنيت د تامين په برخه کې خلک بايد له حکومت سره پوره همکاري وکړي.
ده زياته کړه: ((په دې پروژو بسنه مه کوئ، لويې او اغېزناکې پروژې راته په ګوته کړئ، څو کار ورته وکړو او تاسو ترې برخمن شئ.))
وزير وويل چې راتلونکی کال به د لوګر د کرنې په بېلابېلو برخو کې د خلکو او چارواکو له مشورو سره سم پروژې پلې کړي.
همدارنګه د لوګر والي محمد انور اسحاقزي وويل چې د دغه ولايت په نورو برخو کې هم بايد ډېرې پروژې پلې شي.
هغه وويل: ((د لوګر خلک د پروژې پلې کېدو په برخه کې له حکومت سره پوره همکاري کوي.))
دغه راز د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې د دې پروژې پلي کېدل د دغه ولايت د خلکو لپاره يوه لاسته راړونه ده.
ستانکزي وويل چې د دې پروژې په پلي کېدو سره تر ډېره د خلکو ستونزې هوارې شوې خو په نورو برخو کې هم بايد ورته پروژې پلې شي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې کلونو کې د لوګر ولايت د کرنې په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر پروژې پلې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن