ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د پوليسو له تعليمي مرکز څخه ۸۱۹ سرتېري فارغ شول

بلخ کې د پوليسو له تعليمي مرکز څخه ۸۱۹ سرتېري فارغ شول

author avatar
10 Oct 2018 - 17:21
بلخ کې د پوليسو له تعليمي مرکز څخه ۸۱۹ سرتېري فارغ شول
author avatar
10 Oct 2018 - 17:21

مزار شريف ( پژواک، ۱۸تله ۹۷): بلخ  ولايت کې د پوليسو له تعليمي مرکز څخه ۸۱۹ سرتېري فارغ  شول چې  نا امنو ولايتونو ته  به د دندو اجرا کولو لپاره ولېږل شي.

د کورنيو چارو وزارت اداري معين لوی پاسوال عبدالجبار پردلي  د تلې په ۱۸مه  مزار شريف کې د ۸۱۹  فارغ شويو سرتېرو په اړه په چوړ شوي په  پروګرام کې وويل چې دغه پوليس به نويو قطعو ته ځي  او د خلکو د امنيت د خونديتوب دنده به پر مخ بيايي .

نوموړي ملي پوليس د هېواد رښتيني بچيان ياد کړل چې په وينا يې د هېواد له  ملي  او اسلامي  ارزښتونو به په کلکه دفاع کوي .

پردلي وويل : ((  پوليس د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای لري چې له ور سپارل شوو مسوليتونو سره به خپلې دندې پر مخ يوسي. ))

هغه نويو فارغ شويو سرتېرو ته په خطاب کې وويل چې تاسو د افغانستان د خلکو د ساتلو لوى مسوليتونه لرئ چې بايد له قانون سره سم پر مخ لاړ شئ .

نوموړي هيله مندي وښوده، چې دغه پوليس به د دندې پر مهال له ټولو هغو لارو چارو کار واخلی چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې يې په دې برخه کې زده کړې تر سره کړې دي .

پردلي  زياته کړه چې نوي فارغ شوي سرتېري به د هېواد نا امنو ولايتونو لکه بلخ ، فارياب ،سرپل ، فراه، اروزګان ، هلمند ، زابل ، غزني او  نورو هغو سيمو ته چې امنيتي وضعيت  په کې ښه نه برېښي ولېږدول شي .

نوموړي ملي پوليس هغه ځواک ياد کړ چې  د تپل شوې روانې جګړې په مهارولو کې به ګټور تمام شي.

هغه د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه ناروا بولي چې په وينا يې ملې ځواکونه يې د ديني علماوو ملاتړ له ځان سره لري .

د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال همدا راز پوليسو ته لار ښوونه وکړه چې د عملياتو پر مهال دې له  ټولو هغو اصولو کار واخلي چې د ښوونيزو کورسونو په ترڅ کې يې زده کړي .

نوموړی د خلکو امنيت د پوليسو دنده  بولي چې بايد خپل مسووليت به په سم ډول تر سره کړي.

بلخ کې د پوليسو د اکاډمۍ قوماندان نظر محمد يوسف نظري پژواک ته وويل چې يادو پوليسو په مسلکي ډول له تجربه کارو  ترينرانو څخه شپږ مياشتنۍ روزنه ليدلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.