کابل (پژواک، ١٨ تله ٩٧): د «افغانستان د فوټبال غوره لیګ» سیالیو په اووم پړاو کې د اباسین څپې او سپین غر بازان لوبډلې سره مخ شوې.
دغه سیالۍ هره ورځ پنځه نیمې بجې په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدارسیون په لوبغالي کې د دوو ټېمونو ترمنځ له یوې سیالۍ وروسته پای مومي.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په اووم پړاو کې تېره ورځ اباسین څپې فوټبال لوبډلې د سپین غر بازانو ته ۳ پر ۲ ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سيالیو په دوو ګروپونو کې اته لوبډلې ګډون لري چې په «الف» ګروپ کې شاهین اسمايي، د سپین غر بازان، د اباسین څپې او موج های امو لوبډلې او په «ب» ګروپ کې عقابان هندوکش، د میوند اتلان، طوفان هریرود او سیمرغ البرز له یو بل سره سیالۍ کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتي مسوول سید علي کاظمي د معلوماتو له مخې، په دوو ګروپونو کې څلور لوبډلې د اتو لوبډلو له سیالیو وروسته نیمه پای لوبو ته لار پیدا کوي او د دغه فصل پای لوبې به د لړم په درېیمه ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اووم فصل سیالۍ د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله او ډېر شمېر افغانانو په شتون کې پيل شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن