ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال ۷۵۰۰ هکتاره ځمکه د وسله والو له  واک څخه خلاصه شوه

د ننګرهار کانال ۷۵۰۰ هکتاره ځمکه د وسله والو له واک څخه خلاصه شوه

author avatar
10 Oct 2018 - 18:39
د ننګرهار کانال ۷۵۰۰ هکتاره ځمکه د وسله والو له  واک څخه خلاصه شوه
author avatar
10 Oct 2018 - 18:39

جلال اباد (پژواک، ۱۸ تله ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د کانال رياست ۷۵۰۰ هکتاره ځمکه چې ۱۳ کاله د وسله ولو طالبانو تر واک لاندې وه، په دې وروستيو کې ترې تر لاسه او يادې ادارې ته وسپارل شوه.

د معلوماتو له مخې، له دغو ځمکو وسله والو مخالفينو هر کال ۱۸ ميليونه ډالر عوايد تر لاسه کول، چې د هغوی د جګړې د مخته وړلو ښه وسیله وه.

د تلې په ۱۸مه د امنیتي ځواکونو له لوري د بټي کوټ ولسوالۍ په مقام کې یاده ځمکه د یو شمېر نیالګیو په ورکړې سره ننګرهار والي او د نوموړي له لوري د کانال رييس ته وسپارل شوه.

د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، له دیارلس کلن ځنډ وروسته یې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو او د ولسي خلکو په ملاتړ اووه نیم زره هکتاره ځمکه چې د کال به ترې ۱۸ میلیونه امریکایي ډالر عواید وسله والو مخالفینو اخیسته،د دوی له واک څخه خلاصه او په رسمي ډول یې کانال ادارې ته وسپارله .

هغه زیاته کړه، تر دې وروسته به د کانال ټولې ځمکې د نافذه قوانینو په رڼا کې ورکول کېږي،خو دقرداد پر مهال به د بټي کوټ ولسوالۍ هغو خلکو ته لومړیتوب ورکوي،چې له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یې یو ځای د دې ولسوالۍ د امن کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

د کانال ریاست سرپرست سیداغا میاخېل وویل، یاده ځمکه د دوی په دویم، درېیم او څلورم فارمونو کې وه،چې په کې د ستروسو او زیتونو باغونو ترڅنک زراعتي چارې هم ترسره کېدې،چې یواځې له کرنیزې برخې څخه یې د کال ۵۰ میلیونه افغانیو عوایدو فرار کاوه.

نوموړي له امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه،چې د دوی کارکوونکو ته یې د خوندي امنیت زمینه برابره کړې،ترڅو په یادو فارمونو کې چارې ترسره او ډاډ یې ورکړ،چې تر دې وروسته به د کانال قراردادونه په شفاف ډول د داوطلبۍ له مخې ورکول کیږي.

ځايي خلک وايي، د دغو ځمکو بېرته تر لاسه کېدو سره به هم ولس ته د کار زمينه برابره شي او هم به دولتي عوايد لوړ شي.

قومي مشر ډاکټر صديق وايي، وسله والو به له همدغو باغونو پيسې تر لاسه کولې، بېرته به د دولت پر ضد جنګېدل او هم به يې ملکي وګړو ته زيانونه اړول.

هغه ټينګار وکړچې په يادو ځمکو به دولتي پوستې جوړې شي او يا به هم ولسي پاڅون کوونکي مجهز شي، چې بيا پرې وسله وال حاکم نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.