ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنيزو څارونکو ګرم بازار په ټاکنو کې د درغليو اندېښنې راټوکولې دي

د ټاکنيزو څارونکو ګرم بازار په ټاکنو کې د درغليو اندېښنې راټوکولې دي

author avatar
10 Oct 2018 - 16:27
د ټاکنيزو څارونکو ګرم بازار په ټاکنو کې د درغليو اندېښنې راټوکولې دي
author avatar
10 Oct 2018 - 16:27

کابل (پژواک، ١٨ تله ٩٧): له ټاکنو د څارونکو موندلو لپاره د ځينو نوماندانو اعلانونو د څارونکو بازار ګرم کړى، خو له ټاکنو د څار بنسټونه اندېښنه لري چې کېداى نوماندان له دې لارې رايې وپېري.

د روانې (تلې) مياشتې په ٢٨مه د ولسي جرګې د ترسره کېدونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو ټاکنيزې سيالۍ د روانې مياشتې په شپږمه پيل شوې او د همدې مياشتې په ٢٥ مه پاى مومي.

د هېواد په مرکز او ولايتونو کې څه باندې ٢٥٠٠ کسانو د ولسي جرګې د ٢٥٠ څوکيو لپاره ځانونه نوماند کړي او هر يو يې اړ دى چې د ټاکنو په ورځ له ټاکنو د څار لپاره کسان وګوماري.

نوماندان د نورو لار چارو تر څنګ د څارونکو موندلو لپاره فېسبوکپاڼې کاروي او ځينو يې پر تذکره د سټېکر لګول د څارونکو په توګه د کسانو ګومارلو لپاره شرط وړاندې کړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو لپاره نومليکنه او له مخې يې پر تذکره ځانګړى سټېکر لګول په ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره شرط دي او يوازې هغه کسان رايه ورکولاى شي چې پر تذکره يې سټېکر لګېدلى وي.

اعلانونه

په افغانستان کې د دندې موندنې (JOB) په نوم فېسبوکپاڼه کې خپور شوي د کارموندنې اعلان کې راغلي چې د کابل په شپږمه او ديارلسمه حوزه کې له ټاکنو د څار لپاره ٣٠٠ تنو ته اړتيا ده او دغو کسانو ته د ټاکنو په ورځ زر افغانۍ په دې شرط ورکول کېږي چې د دوولسم ټولګي فارغ وي او پر تذکره يې سټېکر لګېدلى وي.

د دغه پاڼې چلوونکى نعمت الله رضاپور د نوماند نوم ياد نه کړ خو پژواک ته يې وويل چې دغه کسان د يو ځانګړي نوماند د څارونکو په توګه پر دنده ګومارل کېږي.

هغه په دې اړه چې ايا پر تذکره د سټېکر لګېدو شرط د دې لپاره دى چې څارونکي بايد همدغه ځانګړي نوماند ته هم رايه ورکړي؟ وويل: “نه، د سټېکر لګول د دې مانا نه لري چې څارونکي به هرو مرو همدا نومند ته رايه ورکوي.”

پر دغه اعلان، د صميم جبران په نوم يو تن په خپله تبصره کې ليکي: “زر افغانۍ په خپل جېب کې کېږده چې کم خرڅه نه شې، کوم لوده به خپله رايه پلوري.”

د دروېش خالقي په نوم بل تن هم په خپله فېسبوکپاڼه کې ورته اعلان خپور کړى.

په اعلان کې د څارونکو شمېر نه دى په ګوته شوى، خو په کې راغلي: “يواځې هغه لېوال کسان چې پر تذکره يې سټېکر لګول شوى وي او له بل نوماند سره همکاري ونه لري، منل کېږي.”

خالقي هم وويل چې دغه اعلان يې د يو ځانګړي نوماند لپاره د څارونکو موندلو په موخه خپور کړى چې د ټاکنو په ورځ د څلورو ساعتونو لپاره يوه څارونکي ته ٢٥٠٠ افغانۍ ورکوي.

ده په دې اړه چې ولې يې د سټېکر لګول شرط ټاکلی؟ وايي چې دوى د نوماند پلانونه له څارونکو سره شريکوي، خو د سټېکر لګول د دې معنا نه لري چې څارونکى به هرو مرو دغه نوماند ته رايه ورکوي.

د روشن ګروپ په نوم فېسبوکپاڼه کې هم ورته اعلان خپور شوى، د څارونکي لپاره يې د ټاکنو په ورځ د څار په بدل کې ٢٥٠٠ افغانۍ ټاکلي او ويلي يې دي چې څارونکى بايد تر ١٨ کلونو ډېر عمر ولري، او پر تذکره يې سټېکر لګېدلى وي.

د دغه ګروپ له يوه کس سره مو اړيکه ونيوه خو ځواب يې ورنه کړ.

د “اعلانات کاريابى و بازرګاني” په نوم فېسبوکپاڼه کې بيا راغلي چې ١٥٠٠٠ څارونکو ته اړتيا ده او هر يوه ته د ټاکنو په ورځ له ټاکنو د څار په بدل کې ٥٠٠٠ افغانۍ ورکول کېږي.

په دغه اعلان کې د څارونکي لپاره يواځې د ١٨ کلونو عمر شرط ښودل شوى دى.

له يادې سرچينې سره د پژواک اړيکه ټينګه نه شوه.

د مهدي محبت په نوم يو تن پر دغه اعلان په خپله تبصره کې ليکي: “د ٥٠٠٠ افغانۍ په بدل کې مو رايه اخلي، هر څوک چې غواړي خپله رايه پر مافياوو وپلوري، مهرباني دې وکړي په پاڼه کې دې پيغام وليکي. له ياده ونه باسۍ چې رايه د ناموس حيثيت لري.”

د “اعلان هاى کاريابى” په نوم فېسبوکپاڼه کې هم ليکل شوي چې څو تنو د ټاکنو څارونکو ته کابل ښار کې اړتيا ده او پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي.

له دغې سرچينې سره هم اړيکه ټينګه نه شوه.

ذبيح الله حيدري پر دغه اعلان داسې تبصره ليکلې: “موږ دېرش تنه يو، ټول د ليسانس په کچه زده کړې لرو، څو تنه يې دولتي ښوونکي دي، پته مو چېرته ده چې د جمعې په ورځ درشو.”

د ټاکنيزو بنسټونو اندېښنې

د ازادو ټاکنو او روڼتيا د څار مؤسسې مشر حبيب ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نوماندانو له خوا د ټاکنو لپاره د څارونکو جذب او ګومارل په دغه شرط چې پر تذکره يې بايد سټېکر لګېدلى وي او تر پنځو زرو افغانيو وړانديز ورته کوي، د رايې اخيستو معنا لري.

هغه وايي، يادې موسسې هم داسې راپورونه ترلاسه کړي چې ځينې نوماندان له څارونکو غواړي د پيسو په بدل کې رايې ورته پيدا کړي.

ننګ زياته کړه: “زه فکر کوم چې دا يو اندېښمنوونکی حالت دى او دا د خلکو پر روحيه ناوړه اغېز کوي.”

د ده په وينا، نوماندان بايد وضاحت ورکړي چې له کومې بودجې خپل څارونکي ته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکوي.

دى وايي چې په دې اړه بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون څېړنه وکړي او له تخلف کوونکو سره قانوني چلند وکړي.

هغه زياته کړه چې د ازادو ټاکنو او روڼتيا د څار موسسې هم په دې اړه څېړنې پيل کړې او تر مستند کېدو وروسته به يې پايلې د رسنيو له لارې له خلکو سره شريکې کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فيفا) مشر يوسف رشيد، په دې اړه چې نوماندان په دې شرط کسان د څارونکو په توګه ګوماري چې تذکره يې سټېکر ولري او ځيني يې د يوې ورځې کار په بدل کې ٥٠٠٠ افغانۍ ورکوي، وايي: “دا يو جبر دی، د کانديد حق يواځې دا دی چې څارونکى يواځې نظارت ورته وکړي، دا حق نه لري چې هغه مجبور او تطميع کړي څو ده ته رايه ورکړي.”

که څه هم رايه په پټه ورکول کېږي، خو رشيد د نوماندانو دغه کار، د څارونکو د اړ ايستلو او تطميع په معنا بولي او وايي  څارونکي دې ته اړباسي څو هغه نوماند ته رايه ورکړي چې پيسې ورکوي.

ده وويل: “کانديدان پر دې باور شوي چې راځه په کابل او يا هم نورو ولايتونو کې ۱۰۰۰  او يا تر هغه ډېر ناظرين (څارونکي) وګوماره، د دې تر څنګ چې د ټاکنو له پروسې نظارت کوي، دوی مکلف کړه چې رايه هم درکړي.”

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې ځينو نوماندانو د ټاکنو له بهيره د څار له ځينو بنسټونو سره هم داسې هوکړې کړې چې د څارونکو پيسې به نوماندان ورکوي، اعتبار ليک به اړوند بنسټ ورته اخلي او څارونکي به تر ډېره د هغه نوماند لپاره کار کوي چې پيسې ورکوي.

هغه په دې اړه جزئيات ورنه کړل.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وياند مرستيال ذبيح الله سادات وايي، هېڅوک څوک نه شي اړ کولاى چې مشخص نوماند ته رايه ورکړي؛ ځکه چې رايه په پټه ورکول کېږي.

دى وايي، رايه ورکوونکي ته اجازه نه ورکول کېږي چې د رايې ورکولو په وخت کې ټيليفون له ځان سره ولري او د راى پاڼې انځور واخلي.

هغه وايي، د دغه کمېسيون يوه ډله دا ډول درغلۍ څاري او که چېرې ثابته شي چې کوم نوماند له څارونکي د پيسو په بدل کې رايه غواړي نو له قانون سره سم چلند به ورسره وشي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.