ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په دوو ولسوالیو کې ټاکنې نه کېږي

د کندهار په دوو ولسوالیو کې ټاکنې نه کېږي

author avatar
10 Oct 2018 - 16:23
د کندهار په دوو ولسوالیو کې ټاکنې نه کېږي
author avatar
10 Oct 2018 - 16:23

کندهار (پژواک، ۱۸ تله ۹۷): په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه ولایت په دوو لسوالیو کې د نا امنیو او نورو ستونزو له امله نوم لیکنه نه ده شوې او له همدې امله په کې ټاکنې هم نه کېږي.

د دې ادارې مشر ډاکټر نعمت الله وردک له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د ټاکنو لپاره د چمتووالي په وروستیو پړاوونو کې دي او امنیتي ارګانونو د رایې ورکولو د مرکزونو د امنیت ساتنې ډاډ ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، له دوو ولسوالیو معروف او نېښ پرته چې هلته هېڅ نوم لیکنه نه ده شوې، نور به په ټولو ولسوالیو کې ټاکنې ترسره شي.

خو ده د کندهار یو شمېر نورې شمالي او سرحدي ولسوالۍ لکه شاولیکوټ، میانشین، غورک، خاکرېز، رېګستان او ښوراوک هم یادې کړې چې امنیتي ګواښونه به په کې وي، ولې د امنیتي ارګانونو په مرسته به په کې ټاکنې وشي.

ده خبر ورکړ چې د ټاکنو په ورځ به په کندهار کې د ۲۲۵ ټاکنیزو مرکزونو له جملې ۱۷۳ مرکزونه پرانیستي وي چې هر مرکز بېلابېل محلونه لري.

دی وايي، په دې ورځ به ۵۲ ټاکنیز مرکزونه تړلي وي چې ډېر یې په دوو نا امنو ولسوالیو نېښ او معروف کې دي.

وردک یادونه وکړه له هغه وروسته چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو د روڼتیا په موخه د بايومیټریک سیستم فعالولو خبر ورکړ، ورسره سم پر ټاکنو باور ډېر شوی او تمه ده چې ډېر خلک به په دغو ټاکنو کې برخه واخلي.

دی وايي، کندهار ته د اړتیا وړ حساسو توکو تر څنګ د بایومیټریک دستگاوې را رسېدلې چې کارکوونکو ته یې په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده.

ده خبر ورکړ چې نږدې ولسوالیو ته به د ځمکې له لارې او هغه چې لارې یې نا امنه دي، د هوا له لارې دغه توکي ور ورسول شي.

هغه یادونه وکړه چې تر راتلونکو څو ورځو به د رایو ورکولو مامورین هم پر دندو وګومارل شي او په دې توګه به ټاکنو ته چمتووالی بشپړ شي.

دا ځل د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو روڼتیا ته د خلکو هیله مندي زیاته ده او وايي چې د بایومیټریک سیسټم له مخې د ټاکنو کېدل په افغانستان کې نوې تجربه ده او دوی تمه لري چې د پخوا په پرتله به ټاکنې رڼې وي.

له کندهار ولسي جرګې ته نوماند نثاراحمد صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، کاندیدان او خلک دواړه د بایومټریک سیستم له مخې ټاکنو ته خوشبین دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.