ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې ١٥ امنیتي سرتېرو او ٢٠ نا مسوولو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرپل کې ١٥ امنیتي سرتېرو او ٢٠ نا مسوولو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Oct 2018 - 16:40
سرپل کې ١٥ امنیتي سرتېرو او ٢٠ نا مسوولو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Oct 2018 - 16:40

کابل (پژواک، ١٨ تله ۹۷): چارواکي وايي، د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره د نا مسوولو وسله والو په روانه نښته کې پنځلسو دولتي ځواکونو او شلو يادو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني د دې څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرپل ولايتي شورا غړي مجاهد زاده بلخابي هم په ټپيانو کې شامل دى.

دى وايي چې د مهدي مجاهد په نوم د نا مسوولو وسله والو قوماندان په بلخاب ولسوالۍ کې د ټاکنو ترسره کېدو او ټاکنيز کمپاين مخنيوى کاوه او تېره ورځ مازديګر مهال يې کسانو د دې ولسوالۍ په دهنه سيمه کې  پر امنيتي ځواکونو بريدونه پيل کړل چې تر اوسه (له غرمې ورسته درې نيمې بجې) روان دي.

ده ونه ويل چې مهدي ولې د ټاکنو مخنيوى کاوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ياده نښته کې د دولتي ځواکونو شپږ او له نا مسوولو وسله والو اته تنه وژل شوي دي.

دى وايي چې په دې نښته کې له دولتي ځواکونو اته تنه او له نامسوولو وسله والو ١٢ تنه ټپيان دي.

ده وويل چې د سرپل ولايتي شورا غړى مجاهد زاده بلخابي چې يادې سيمې ته د امنيتي ځواکونو ملاتړ ته ورغلى و، هم په دې نښته کې سرسري ټپي شوى دى.

د والي وياند وايي چې دولتي ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه کړې، خو تر اوسه هوايي ځواک مرسته ورسره نه ده کړې.

خو ده زياته کړه چې سيمې ته د ولسي پاڅون کوونکو تر څنګ تازه دمي امنيتي ځواکونه رسېدلي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، هم په ياده نښته کې د ٧ دولتي ځواکونو او ٨ نامسوولو وسله والو وژل کېدل تاييد کړل.

هغه وايي چې مهدي مجاهد له وسله والو طالبانو مرسته غوښتې او غواړي دغه ولسوالي طالبانو ته وسپاري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.