کابل (پژواک، ١٨ تله ٩٧): د سويډن کمېټې له لوري د تخار ولايت په مرکز تالقان کې د جګړې د يوې قرباني هوسۍ لپاره مصنوعي پښه جوړه شوه.
په تخار کې د سويډن کمېټې يوې سرچينې د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو مياشتې مخکې د دغه ولايت يوه اوسېدونکي يوه هوسۍ په داسې حال کې چې یوه پښه يې د جګړې تصادفي مرمۍ غوڅه کړې وه، د سويډن کمېټې ته وسپارله.
هغه وايي، دې کمېټې هڅه وکړه چې د یادې هوسۍ لپاره مصنوعي پښه جوړه کړي او په دې هڅه کې بريالي هم شول.
دى وايي: ((دغه هوسۍ اوس په مصنوعي پښه ګرځېدلى شي، د هماغه کس له لوري ساتل کېږي چې د درملنې په موخه يې ورته سپارلې وه.))
سرچينې د ياد کس په اړه وويل چې هغه نه غواړي له رسنيو سره خبرې وکړي او يا يې هم د استوګنې ځاى چا ته وښودل شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د نړۍ په کچه دا یوازېنۍ هوسۍ ده چې مصنوعي پښه ورته جوړه شوې او پرې ګرځېدلی شي.
په تخار کې د سويډن کمېټې د معلوماتو له مخې، تېر کال دې کمېټې په تخار کې د جګړې ٢٥٠ قربانيانو او په ټول هېواد کې د جګړې ٧٥٠ قربانيانو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن