چاريکار (پژواک، ١٨ تله ٩٧): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د ابوذر غفاري لېسې ودانۍ چې په ٣٥٠ زره امريکايي ډالره جوړه شوې ده، نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پروان د پوهنې رييس عبدالظهور حکيم وايي چې د دې ودانۍ لګښت جنوبي کوريا ورکړى دى.
د ده د معلوماتو له مخې، دغه دوه پوړيزه ودانۍ ٢٤ درسي خونې، اته اداري خونې او دغه راز د لابراتوار او کتابتون لپاره خونې لري.
ده وويل چې دغه ښوونځي ته مېز او څوکۍ هم اخيستل شوي دي.
هغه وايي چې دغه ودانۍ په يو وخت کې د زرو زده کوونکو ځایولو وړتيا لري او دوه زره زده کوونکي اوس په کې په زده کړو بوخت دي.
هغه وويل چې دغه ښوونځي تر اوسه په يوې پخوانۍ زړې ودانۍ کې فعاليت کاوه او په درېيو وختونو کې زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېدې.
د ياد رياست د معلوماتو له مخې، په بګرام کې ټول ٦٢ ښوونځي دي چې ٤٤ يې ودانۍ لري او نور په کرايي ودانيو کې فعاليت کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن