میمنه (پژواک، ١٨ تله ٩٧): د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو د ۵۰ کسیزې ډلې قوماندان له خپلو شپږو ملګرو سره یو ځای وژل شوی، بلخوا د بهرنیو کومانډو ځواکونو په ډزو کې هغه پنځه تنکي ځوانان ټپيان شوي چې له ایران څخه بېرته را اړول شوي وو.
د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو د ۵۰ کسیزې ډلې قوماندان ملا داوود تایمني هغه مهال د امنیتي ځواکونو تر برید لاندې راغی چې له شپږو ساتونکو سره یو ځای یې په صرف موټر کې سفر کاوه.
په شاخ سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پخواني قوماندان بوبي ترکمن پژواک ته وویل چې ملا داوود د طالبانو خطرناک قوماندان و، جسدونه یې ټوټه ټوټه شوي او ټولې جنګي وسلې یې له منځه تللې دي.
هغه وویل چې ملا داوود هر کال د شاخ بازار د اجارې پیسې چې ۱۰ ميلیون افغانۍ کېږي ټولولې.
خو په شاخ سیمه کې د طالبانو یوه قوماندان وویل چې ملا داوود غفوري له خپلو درېیو کسانو سره وژل شوی دی.
بلخوا، تېره ورځ له ایرانه د پنځو را اړول شوو تنکيو ځوانانو موټر هغه مهال د بهرنیو کومانډو ځواکونو تر ډزو لاندې راغی او دوی ټول په کې ټپیان شول چې له هراته فاریاب ولایت ته روان وو.
یاد پنځه ټپیان د فاریاب د پښتونکوټ او دولت اباد ولسوالیو اوسېدونکي دي چې له ۱۲ څخه تر ۱۶ کلونو عمرونه لري او دوې اوونۍ مخکې د کار لپاره ایران ته تلل، خو د کرمان ښار پولیسو تر نیول کېدو وروسته بېرته راګرځولي و.
دوی چې د میمنې په روغتون کې بستر دي د پژواک خبري اژانس خبریال ته ویلي چې په چهلګزي سیمه کې بهرنیو کومانډو ځواکونو د دوی پر موټر ډزې وکړې.
امنیتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن