ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د سعودي له وليعهد سره پر افغان سولې خبرې کړې دي

خليلزاد د سعودي له وليعهد سره پر افغان سولې خبرې کړې دي

author avatar
11 Oct 2018 - 13:55
خليلزاد د سعودي له وليعهد سره پر افغان سولې خبرې کړې دي
author avatar
11 Oct 2018 - 13:55

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سعودي عربستان له وليعهد شهزاد محمد بن سلمان سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د سعودي دولتي اژانس (واس) د راپور له مخې، زلمي خليزاد پرون له پاکستانه مستقیم د سعودي پلازمېنې رياض ته تللی و.

سرچينې زياته کړې چې خليلزاد د سعودي له وليعهد او د دفاع له وزير شهزاد محمد بن سلمان سره د افغان سولې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې په دې غونډه کې د امريکا او سعودي يو شمېر نورو چارواکو هم برخه اخيستې وه.

د سعودي دولتي اژانس د دې ناستې نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته زلمى خليلزاد د پنځو هېوادونو په رسمي سفر وتلى دى.

هغه لومړى کابل ته سفر وکړ، د افغانستان له ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسمشر له دويم مرستيال سرور دانش، پخواني ولسمشر حامد کرزي او له يو شمېر جهادي او سياسي مشرانو سره يې د سولې پر لارو چارو خبرې وکړې.

د امريکا ځانګړي استازي تر افغانستان وروسته پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد له پوځي او ملکي مشرانو سره يې پر افغان سولې خبرې وکړې.

بلخوا پاکستاني رسنيو د ځينو سرچينو په حواله خبر ورکړى چې زلمي خليلزاد له پاکستاني مشرانو سره په خبرو کې په افغان سولې کې د سعودي پر رول ټينګار کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې سعودي پر افغان طالبانو اغېز لري او له دغه اغېز په کار اخيستلو په افغان سوله کې مهم رول لوبولى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.