ښرنه (پژواک، ١٩ تله ٩٧): د ملي امنيت ځواکونو د پکتيکا په زرغون ښار ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې نيولى دى.
د زرغون ښار ولسوالۍ امنيه قوماندان بدرالدين حيدري د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو ځانمرګی بريدګر له يو همکار سره يې د ملي امنيت ځواکونو ژوندی نيولی دی.
هغه وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د نوماند محمود سليمانخېل غونډه روانه وه او دغه ځانمرګي غوښتل چې بريد پرې وکړي خو موخې ته له رسېدو وړاندې نيول شوى دى.
دغه راز د دې ولسوالۍ اوسېدونکي سيد محمد هم پژواک وويل چې د ملي امنيت ځواکونو د ولسوالۍ د بازار په يوه نانوايۍ کې يو ځانمرګی بريدګر له چاودېدونکو توکو سره يوځاى نيولى دى.
همدارنګه د يو بل خبر له مخې، د پکتیا امنیتي مسوولین وایي چې تېره شپه د سیدکرم ولسوالۍ اړوند په کوهسین سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یو پیک اپ موټر هوايي بريد شوى دى.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم په دې اړه پژواک ته وويل چې د برید په نتیجه کې څلور وسله وال وژل شوي او یو شمېر مهمات او وسلې یې هم له منځه تللي دي.
بل لور ته د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن