ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ افغان غوره ليګ سياليو کې پکتیا بلخ ته ماتې ورکړه

د کرکټ افغان غوره ليګ سياليو کې پکتیا بلخ ته ماتې ورکړه

author avatar
11 Oct 2018 - 10:37
د کرکټ افغان غوره ليګ سياليو کې پکتیا بلخ ته ماتې ورکړه
author avatar
11 Oct 2018 - 10:37

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٧): د کرکټ افغانستان غوره ليګ سياليو کې د پکتيا لوبډلې بلخ ته په ماتې ورکولو سره دويمه بريا خپله کړه.

د ګلبهار افغان غوره ليګ سياليو د اوومې لوبې پچه د بلخ لوبډلې وګټله او پکتیا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د پکتیا لوبډلمشر او پرانيستونکي توپ وهونکي شهزاد محمدي چټکه لوبه پیل کړه او په ۲۱ توپونو يې ۴۲ تېزې منډې وکړې او وسوځېد، ورسره بل پرانیستونکى لوبغاړي احسان الله جنت هم ښه لوبه وکړه او ٤٧ منډې يې جوړې کړې.

د پکتيا لوبډلې له لوري په وروستيو شېبو کې کميرون ډيلپورټ په زړه پورې لوبه وکړه او يواځې په ٤٨ توپونو يې ٧٠ منډې جوړې کړې، د پکتيا لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٤ منډې جوړې کړې او بلخ ته يې د ٢٠٥ منډو هدف ورکړ.

د بلخ لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او په نولسم اوور کې يې په ١٦٧ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.  د بلخ له لوري محمد نبي تر ټولو ښه توپ وهنه وکړه، په ۱۵ توپونو یې ۴۰ منډې وکړې، کولین مینرو ۲۳ عثمان غني ۱۶، روي بوپارا ۲۳ او میرویس اشرف ۱۶ منډې ترلاسه کړې.

د پکتیا پینترز له توپ اچوونکو څخه ایسورو اودانا ۴، ضیا الرحمن ۳ او یمین احمدزي او میرویس اشرف یوه، یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د پکتیا پینترز لوبډلې کیمرن ډیلپورټ چې ۷۰ منډې یې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول.

نن به لومړۍ لوبه د کابل او کندهار ترمنځ او ماخوستن به د بلخ او ننګرهار ترمنځ وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.