ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Oct 2018 - 12:01
د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Oct 2018 - 12:01

کندوز (پژواک، ١٩ تله ٩٧): د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٤ امنيتي سرتېري او اووه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د قلعه زال ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن صفدر علي د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وويل چې په دې جګړو کې ١٤ امنيتي سرتېري او اووه طالبان وژل شوي او ١٢ امنيتي سرتېري او نهه طالبان ټپيان شوي دي.

قوماندان وويل چې دا مهال سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړي اسدالله سادات پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د قلعه زال په سرخ بيتل سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

ده وويل چې په دې بريدونو کې ١٥ سرحدي پوليس وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

خو بل لور ته د پامير زون شلمې فرقې وياند غلام حضرت کريمي پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې څلور سرحدي پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې اووه طالبان هم وژل شوي او دا مهال په سيمه کې جګړه نشته دى.

بلخوا طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ په چهارچوپ سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر مرکز بريد کړى دى.

هغه وايي، په دغه بريد کې ٢٥ امنيتي سرتېري او يو طالب وژل شوي او اووه امنيتي سرتېري او دوه طالبان ټپيان شوي دي.

ده وويل چې د جګړې پر مهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.