ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د سره صليب کمېټې ته د بېرته فعاليت اجازه ورکړه

طالبانو د سره صليب کمېټې ته د بېرته فعاليت اجازه ورکړه

author avatar
11 Oct 2018 - 20:01
طالبانو د سره صليب کمېټې ته د بېرته فعاليت اجازه ورکړه
author avatar
11 Oct 2018 - 20:01

کابل (پژواک ١٩ تله ٩٧): وسله وال طالبان وايي، د سره صليب نړيوالې کمېټې له مشرانو سره تر بحث وروسته يې پرېکړه کړې چې دغه کمېټه دې خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي.

وسله والو طالبانو نږدې دوه مياشتې مخکې (د زمري په ٢٣مه) له خپلو بنديانو سره د نه همکارۍ له امله له نړيوال سره صليب سره امنيتي همکاري لغوه اعلان کړه.

طالبانو دغه اقدام وروسته له هغه اخیستی چې له څو ورځو راهيسې د کابل د څرخي پله زندان سلګونو بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى دى.

خو نن د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک خبري اژاانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلې پاليسۍ له مخې په هېواد کي د خير ښېګڼې ټولو هغو مؤسساتو ته د فعاليت اجازه ورکوي چې د افغانستان مظلوم او جګړه ځپلي ولس ته په ځانګړي ډول د جګړې متضررينو ته له سياسي ملحوظاتو پرته د نړيوالو بشري اصولو پر اساس انساني مرستي رسوي.

سرچينه کاږي، دغه مؤسسات بايد د خپلو قوانينو په رڼا کې خپلې مرستې په داسې ډول تنظيم کړي چې د غير ضروري او نمايشي مصارفو پر ځای د خپلو مرستو تمرکز پر ډېرو محتاجو کسانو وکړي.

سرچينه زياتوي، په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د فعاليتونو د کميت او کيفيت په اړه اسلامي امارت يو لړ مهم ملاحظات درلودل، د سره صليب له خوا دغو ملاحظاتو ته د نه توجه له امله اسلامي امارت د روان کال د زمري په ٢٣مه (د اګست ۱۴مه) هغه امنيتي تعهد لغوه اعلان کړ چې له مخې يې سره صليب په ټول افغانستان کې په پوره ډاډ سره خپل فعاليتونه تر سره کول، سره صليب د طالبانو له خوا د امنيتي تعهد د لغوې له اعلان وروسته خپل فعاليتونه وځنډول او له اسلامي امارت سره يې پر ياده موضوع د تفاهم غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د قطر هېواد په مرکز دوحه ښار کې د اسلامي امارت د مسؤولينو او د سره صليب د نړيوالې کمېټې د مشرانو تر منځ پر هغو موضوعاتو دوې ورځې بحث وشو چې اسلامي امارت يې په اړه ملاحظات درلودل، له بحث وروسته د سره صليب نړيوالې کمېټې د اسلامي امارت د ملاحظاتو په اړه د مثبتو اقداماتو تعهد وکړ او په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د فعاليتونو په اړه د دواړو طرفونو ترمنځ توافق رامنځ ته شو.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې دوى د دغې اعلاميې له لارې هغه امنيتي تعهد چې مخکې په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې ته ورکړل شوی و، بېرته معتبر ګڼي او ټولو کسانو ته لارښوونه کوي چې د سره صليب د نړيوالې کمېټې فعاليتونو ته زمينه برابره کړي او د دغې ادارې د کارکوونکو او اړوندو اجناسو حفاظت ته پاملرنه وکړي.

له بلې خوا طالبانو په يوې بلې خبرپاڼه کې له ټولو مرستندويه ادارو څخه غوښتنه کړې چې د هېواد وچکالي ځپلو ځايونو ته په لنډ وخت کې خپلې مرستې ورسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى ټولو نړيوالو مرستندويه ادارو ته خبر ورکوي چې زموږ د هېواد ځينې برخې د وچکالۍ  له امله له سخت بشري ناورين سره مخامخ دي، لکه فارياب، بادغيس، فراه، نيمروز، د هلمند خانشين او مارجه ولسوالیو او د هېواد په نورو برخو کې د خلکو ژوند، د حیواناتو ژوند، کښتونه او هرڅه د نابودۍ تر ګواښ لاندې دي.

سرچينه زياتوي چې له  ټولو نړیوالو خيريه بنسټونو غواړي چې له هلاک کېدو څخه د فصل او نسل د ژغورنې په موخه زموږ د هېواد يادو ساحو ته عاجله توجه وکړي. ګڼ خلک د کډو کولو ته مجبوره شوي، څاروي او فصلونه د هلاکت په معرض کې دي، چې نجات ورکول د ټول بشریت مشترکه دنده ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.