ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې د ښوونکو نوي ښارګوټي ته د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

لښکرګاه کې د ښوونکو نوي ښارګوټي ته د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

author avatar
11 Oct 2018 - 16:46
لښکرګاه کې د ښوونکو نوي ښارګوټي ته د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه
author avatar
11 Oct 2018 - 16:46

لښکرګاه (پژواک، ۱۹ تله ۹۷) د هلمند مرکز لښکرګاه کې د اووه سوه ښوونکو نوي ښارګوټي ته د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د برېښنا رسونې پروژه پيل شوه.

بلخوا په زابل ولايت کې د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د هلمند د برېښنا رییس انجنیر نصرالله قانع د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونکو نوي ښارګوټي ته به د برېښنا ۱۹۰ پايې، مزي، ترانسفارمرونه او ټول د اړتيا وسایل چمتو او د کجکي برېښنا به ورکړل شي.

د قانع په خبره، دغه لګښت د برېښنا شرکت له خوا ورکول کېږي، خو دا چې دوی وسایل له وړاندې په خپلو ګودامونو کې درلودل، اوس به له هغو ګټه پورته کړي او د برېښنا شرکت به يې په بدل کې په همدې اندازه وسایل وروسته ورکړي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان خبریالانو ته وویل، دغو ښوونکو خپلې سیمې ته د برېښنا د تېرېدو په اړه پرله پسې غوښتنې کړې وې چې له مرکز سره تر موافقې وروسته یې نن عملي چارې پيل شوې.

د میراحمد غفوري په نوم د ښوونکو استازي د برېښنا شرکت له مسوولینو مننه وکړه چې د دوی غوښتنې يې ومنلې او عملي چارې يې پيل کړې.

د يو بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د زابل والي رحمت الله یارمل وويل چې یاده ودانۍ په دوه پوړه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې د ملحقاتو تر څنګ شپاړس درسي خونې لري.

هغه زياته کړه چې د ودانۍ تر څنګ ۲۸۰ سيټه مېزونه او څوکۍ هم ياد انسټيټيوټ ته اخيستل شوي دي.

يارمل زیاتوي چې دغه ودانۍ د پوهنې وزارت له انکشافي بودجې په شاوخوا دږولس میلیونه افغانیو جوړه شوې چې د جوړېدو چارې یې کابو دوه کاله په بر کې نيولې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.