ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې لومړنی معیاري مسلخ د ولسمشر غني لخوا پرانستل شو

په کابل کې لومړنی معیاري مسلخ د ولسمشر غني لخوا پرانستل شو

author avatar
11 Oct 2018 - 16:42
په کابل کې لومړنی معیاري مسلخ د ولسمشر غني لخوا پرانستل شو
author avatar
11 Oct 2018 - 16:42

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٧) : د ولسمشر اشرف غني لخوا په کابل کې جوړ شوى لومړنى معياري مسلخ پرانستل شو.

له ارګ څخه د تلې په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل په ريشخورو کې جوړ شويو مراسمو کې د ولسمشر اشرف غني ترڅنګ د کرنې او مالدارۍ د وزیر او د کابینې د یو شمېر نورو غړو او دولتي مقاماتو ګډون درلود.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر د دغه مسلخ د پرانیستې پرمهال د کرنې وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته د مبارکۍ  ترڅنګ د مسلخ د بېلابېلو برخو د لیدنې پرمهال د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني جمهور رئیس ته په هغه اړه معلومات ورکړل.  

هغه زياته کړه، دغه مسلخ خلکو ته د دوامداره کاري زمینو د برابرولو ترڅنګ په یوه شفټ کې د ۵۰۰ پسونو او سل غوایانو د حلالولو او تر شپږ میاشتو پورې د غوښې د ساتلو ظرفیت لري.

ولسمشر وویل، په دغه مسلخ کې په اسلامي طریقه حلاله کېږي.

هغه زیاته کړه،ریشخور مسلخ به له روغتیایي، محیطي او اقتصادي پلوه امنیتي او دفاعي ځواکونو، بېلابېلو ادارو او هوټلونو ته اعتباري غوښه برابره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اسیا پراختیایي بانک په مالي مرسته دغه جوړ شوی مسلخ طبي معاینه، قطن، د بسته بندۍ مرکز، لابراتوار، مالي او اداري برخه، د اوبو پاکولو کارخانه، د بېلابېل ظرفیت لرونکې اته سړې خونې او د پېرېدونکو د خدماتو برخې لري. ریشخور مسلخ ۲۴۰۰ کسانو ته دوامدار کاري فرصتونه برابروي او یوازې د کال په یوي کاري نوبت کې د یو میلیون کسانو د غوښې اړتیاوې پوره کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.