ښرنه (پژواک، ١٩ تله ٩٧): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په اورګون ولسوالۍ کې د ناچاودې سرګلولې په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه کې نن د اورګون په سرخت سيمه کې شوې او درېيو ماشومانو په کې ژوند له لاسه ورکړى دى.
د سرخت سيمې يوه اوسېدونکي سيد اکبر پژواک ته وويل چې د کلي ماشومانو يوې ناچاودنې سرګلولې ته اور اچولى او له امله يې چاودنه شوې چې څلور ماشومان په کې ځاى پر ځاى وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن