خوست ښار (پژواک، ۲۰ تله ۹۷): په خوست کې د بمي چاودنې له امله د دوو پوليسو په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه چاودنه نن (د تله ۲۰ مه) غرمه ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اړوند د خلبيسات په بازار کې شوې ده.
د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيداحمد بابازي د پېښې د تاييد تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د پوليسو پر پلې ګزمه شوې ده.
هغه زياته کړه، په ياده پېښه کې دوه پوليس او يو ملکي وګړی وژل شوي او دوه نور ملکي وګړي ژوبل دي.
د ده په خبره، ټپيان د خوست ښار يوه شخصي روغتون ته انتقال شوي دي.
په همدې حال کې د انورالله په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او د پېښې په ځای کې يې د پوليسو په ګډون څو کسان وليدل چې په وينو کې لت پت پراته وو.
تر دې دمه د پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو رسنيو ته په دې اړه څه ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن