ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د واده پر مراسمو چاودنې ٦ کسان وژلي او ٢٠ یې ټپيان کړي دي

لوګر کې د واده پر مراسمو چاودنې ٦ کسان وژلي او ٢٠ یې ټپيان کړي دي

author avatar
13 Oct 2018 - 11:17
لوګر کې د واده پر مراسمو چاودنې ٦ کسان وژلي او ٢٠ یې ټپيان کړي دي
author avatar
13 Oct 2018 - 11:17

پل علم (پژواک، ٢١ تله ٩٧): د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پر مهال چاودنه کې ٦ کسان وژل شوي او تر ٢٠ ډېر ټپيان شوي دي.

د محمد اغې ولسوالۍ ولسوال نور محمد عبيدي د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېره شپه نهه بجې د ولسوالۍ د سفيد سنګ په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د واده په مراسمو چې مېلمانه او خپلوان په کې راټول وو، چاودنه شوې چې له امله يې ٦ تنه وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

ولسوال وايي چې ډېرى ټپيان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي چې دى يې د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه لري.

د هغه په وينا، دا چاودنه د شخصي دښمنۍ له امله شوې چې په مړو او ټپيانو کې دوه سندرغاړي، د واده د کورنۍ خپلوان او کليوال شامل دي.

د جاهد په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې چاودنه د لاهور په نامه د سيمې د يوه اوسېدونکي په کور کې شوې ده.

هغه وايي چې تېره شپه د واده په کور کې د ټنګ ټکور پروګرام نيول شوى او چاودېدونکي توکي په سټېج کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د ده په وينا، په چاودنه کې ٧ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزى هم وايي چې چاودنه  د شخصي دښمنۍ له امله شوې او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.