د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اعتراض کوونکو په جوزجان کې د پوهنې ریاست دروازه وتړله

اعتراض کوونکو په جوزجان کې د پوهنې ریاست دروازه وتړله

Oct 13, 2018 - 18:11

 شبرغان(پژواک،۲۱ تله ۹۷): د جوزجان ولایت د پوهنې د اوسني رییس پلویانو د دغه ولایت د پوهنې د نوي رییس د ټاکل کېدو په اعتراض کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست دروازه وتړله.

دا په داسې حال کې ده چې احمدالله د عوض عبدالحی «یشین» پر ځای د جوزجان ولایت د پوهنې د د نوي رییس په توګه ټاکل شوى.

لاریون کوونکي ابو مطلب پژواک خبري اژانس ته وویل: ((مخکې مو د جوزجان ولایت د پوهنې د نوي رییس احمدالله د ګومارنې په اعتراض کې د تحصن خېمه ووهله او نن مو بیا خپل اعتراض څرګند کړ چې پر دې بست دې داسې کس و ګومارل شي چې د همدې سیمې اوسېدونکی وي.))

هغه زیاته کړه، تر څو چې سیمه ییز چارواکي د جوزجان ولایت د پوهنې د رییس په توګه د خپلې خوښې وړ کسانو د ګومارنې مخنیوی ونه کړي دوی به له دې لاریونونو سربېره په راتلوونکې کې هم  دغه ډول اعتراضونه پراخ کړي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړي بسم الله ساحل وویل چې د پوهنې وزارت مسوولینو د جوزجان ولایت د نوي رییس احمدالله په ګومارنه د دغه ولایت له اوسېدونکو سره جفا کړې ده.

ساحل وویل، د جوزجان اوسېدونکي د دغه ولایت د پوهنې په برخه کې د عبدالحی يشین له فعالیتونو خوښ دي.

هغه زیاته کړه چې د یشین په هڅو په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې لږ تر لږه ۹۰ ښوونځي پرانیستل شوي دي.

هغه د پوهنې له وزارت څخه وغوښتل چې د عبدالحی یشین پر ځای دې د یاد ولایت د پوهنې ریاست ته داسې کس ور وپېژني چې مسلکي تجربه ولري، پرته له دې به د دغه ولایت د پوهنې دروازې تړلې پاتې شي.

د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست لرې شوي رییس عبدالحی یشين پژواک ته وویل چې پوهنې وزارت د جوزجان ولایت د سیمه ییزو چارواکو او ده له خبرولو پرته احمدالله د دغه ولایت د پوهنې ریاست د نوي رییس په توګه ورپېژندل شوي دی.

هغه زیاته کړه چې په اداري سیستم کې د کسانو د بدلون او ګومارنې له بهیر سره مخالف نه دی، خو د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست لپاره دې داسې کس وګومارل شي چې مسلکي او سیمه ییز کس وي.

خو د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي وویل چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست دروازه نه تړل کېږي او هغه چا چې دا کار کړی سهوه یې کړې ده.

هغه زیاته کړه: ((زه هدايت ورته کوم چې د دغه کار مخنیوی دې وشي، ځکه له دې ادارې سره ډېر خلک سر او کار لري او د پوهنې دروازه باید ونه تړل شي.))

عزیزي روښانه کړه چې د اعتراض کوونکو په غوښتنو به فکر وشي او د دوی نظرونو ته به د هېواد د نافذه قانون په رڼا کې لازمه رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبې دغو کسانو د پوهنې ریاست د دروازې په تړلو د دغې ادارې د ورودي دروازې تر مخ د تحصن خېمه و دروله او د جوزجان ولایت د پوهنې د نوي رییس احمدالله د ګومارنې په غبرګون یې د اعتراض غږ اوچت کړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement