ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښارکې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
13 Oct 2018 - 18:47
author avatar
13 Oct 2018 - 18:47

جلال اباد (پژواک، ٢١ تله ٩٧) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، مرکز جلال اباد ښار کې د پوليسو پر چک پوسټ د يو وسله وال کس په ‌‌‌‌‌‌ډزو کې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، بريدګر هم وروسته د پوليسو له لوري وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په يويشتمه پژواک اژانس ته وويل، د مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې په خالص فامیلو سیمه کې نن له غرمې وروسته په یو کاسټر ډوله موټر کې د پولیسو د پلټنو مرکز ته نږدې یو وسله وال له موټر ښکته شوی او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.

هغه زياته کړه، د وسله وال د ‌‌‌‌‌‌ډزو له امله یو پولیس وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.

خوږياڼی وايي، د پولیسو له لوري برید کوونکی هم وژل شوی،چې جسد یې په سیمه کې پاتې دی .

بلخوا د سيمې يوه  اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل، چې بريدګرو لومړی له پوليسو سره لفظي شخړه وکړه او وروسته د دواړو لورو ترمنځ ‌‌‌‌‌‌ډزې تبادله شوې.

هغه د مرګ ژوبلې کره شمېر په اړه معلومات نه لرل، خو يادونه يې وکړه چې لاره تر ‌‌‌‌‌‌ډېر وخته د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

پر دغه لاره د خالص فاميليو له خلکو سربېره د پچيراګام او چپرهار ولسواليو خلک هم تګ راتګ کوي.

کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې لا تر اوسه د دغې پېښې په تړاو غبرګون نه دی څرګند کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.