جلال اباد (پژواک، ٢١ تله ٩٧) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، مرکز جلال اباد ښار کې د پوليسو پر چک پوسټ د يو وسله وال کس په ډزو کې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، بريدګر هم وروسته د پوليسو له لوري وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په يويشتمه پژواک اژانس ته وويل، د مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې په خالص فامیلو سیمه کې نن له غرمې وروسته په یو کاسټر ډوله موټر کې د پولیسو د پلټنو مرکز ته نږدې یو وسله وال له موټر ښکته شوی او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، د وسله وال د ډزو له امله یو پولیس وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.
خوږياڼی وايي، د پولیسو له لوري برید کوونکی هم وژل شوی،چې جسد یې په سیمه کې پاتې دی .
بلخوا د سيمې يوه اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل، چې بريدګرو لومړی له پوليسو سره لفظي شخړه وکړه او وروسته د دواړو لورو ترمنځ ډزې تبادله شوې.
هغه د مرګ ژوبلې کره شمېر په اړه معلومات نه لرل، خو يادونه يې وکړه چې لاره تر ډېر وخته د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
پر دغه لاره د خالص فاميليو له خلکو سربېره د پچيراګام او چپرهار ولسواليو خلک هم تګ راتګ کوي.
کومې وسله والې ډلې لا تر اوسه د دغې پېښې په تړاو غبرګون نه دی څرګند کړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن