ښرنه (پژواک، ٢١ تله ٩٧): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه د دغه ولایت پر خوشامند ولسوالۍ وسله والوطالبانو ډله ييز بريد وکړ خو لسګونو وسله والو ته په مرګ ژوبلې اړولو سره يې د هغوی بريد پر شا تمبولی دى.
خو وسله وال طالبان بيا د دې ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى دى.
هغه زياته کړه چې په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ۸۳ وسله وال طالبان وژل شوي چې د۵۰ وسله والو طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
ارين وايي، د دغو لومړنيو معلوماتو له مخې ۴ پوليس هم وژل شوي، خو ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې چې خوشامند ولسوالۍ ته يې په بشپړ ډول سقوط ورکړی دى.
د سيمې اوسېدونکو هم د جګړې پخلی کړی خو د مرګ ژوبلی په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
د يادونی ده، خوشامند ولسوالۍ د پکتيکا لوېديځ ته پرته ولسوالۍ ده چې د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ د اب بند له سيمې سره ګډه پوله لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن