ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي

سرچينه: زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي

author avatar
13 Oct 2018 - 09:10
سرچينه: زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي
author avatar
13 Oct 2018 - 09:10

کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٧):  د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي.

زلمى خليلزاد د افغان سولې د هلو ځلو په لړ کې يوه اوونۍ د پنځو هېوادونو پر سفر وتلى، له کابل، اسلام اباد، دوبۍ او رياض وروسته وړمه ورځ قطر ته تللى و.

د قطر دولتي اژانس د معلوماتو له مخې، زلمي خليلزاد پرون د دغه هېواد له مرستيال لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره  ليدلي او پر افغان سولې يې خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې دغه راز په دې ليدنه کې په افغان سوله کې د قطر پر رول هم دواړو لورو بحث کړى دى.

بلخوا امريکايي رسنۍ (وال سټريټ ژورنال) خبر ورکړى چې زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره هم ليدلي دي.

يادې رسنۍ د امريکايي سرچينو په حواله ويلي چې دا په تېرو څلورو مياشتو کې دويم ځل دى چې امريکايي چارواکي په قطر کې د طالبانو له استازو سره مخامخ ګوري.

سرچينې د دې ليدنې جزئيات نه دي خپاره کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خليلزاد او د طالبانو د استازو د ليدنو په اړه څه نه دي ويلي او په ډاګه کړې یې ده چې دوى د ځانګړو ناستو په اړه څه نه شي ويلى.

د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې يادې رسنۍ ته ويلي چې خليلزاد د افغان سولې په اړه له ښکېلو خواوو سره خبرې کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، څلور مياشتې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې مرستيالې اليس وېلز هم په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.