ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلامت عظیمي: په افغانستان د نشه يي توکو کر او قاچاق ته نړیواله مافیا وده ورکوي

سلامت عظیمي: په افغانستان د نشه يي توکو کر او قاچاق ته نړیواله مافیا وده ورکوي

author avatar
13 Oct 2018 - 15:06
سلامت عظیمي: په افغانستان د نشه يي توکو کر او قاچاق ته نړیواله مافیا وده ورکوي
author avatar
13 Oct 2018 - 15:06

لښکرګاه (پژواک، ٢١ تله ٩٧): د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزيره وايي چې نړيواله مافيا په افغانستان کې د نشه يي توکو کر او قاچاق ته وده ورکوي.

د نشه يې توکو پر وړاندي د مبارزې وزیرې سلامت عظيمي د پروژې د افتتاح په مراسمو کې وویل، دوی ډېره هڅه کړې ده چې د بديل له لارې د کوکنارو د کښت او قاچاق کچه راټيټه کړي.

نوموړې دغه څرګندونې د تلې په ٢١مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د پوهنتون لپاره د يوه عصري تالار د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وکړې.

دې وويل: ((نن زموږ د راتګ موخه دا وه چې له يوې خوا د پوهنتون د تالار پروژه پیل کړو، د کرکټ له جوړېدونکي میدان څخه لیدنه وکړو او له بلې خوا له ولايتي چارواکو او قومي مشرانو سره په دې برخه کې خبرې وکړو، څو د بدیل په ډول د نشه يې توکو د مخنیوي لپاره اسانې لارې برابرې کړو.))

هغې د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، دا سمه ده چې له کلونو راهيسې له ډېرو لګښتونو سره سره د نشه يي توکو کر او د قاچاق د مخنيوي هڅو ښه پايله نه ده لرلې، خو ستونزه دا ده چې دا د هلمند او افغانستان خبره ده، دا نړيواله مافيا ده، جنګ دی او پردۍ ګټې دي چې د پرمختګ مخه يې نیولې ده.

مېرمن عظيمي وايي: ((موږ له نړيوالې ټولنې او مرسته کوونکو ټولنو غوښتنه کوو چې د کوکنارو د کښت او قاچاق په مخنیوي کې رښتيني ګامونه پورته کړي څو د افغانستان تر څنګ د هغوی خپل هېوادونه له دې مضرې پديدې خلاص شي.))

د نوموړې په وينا، اوس مهال افغانان يوازې د دغه جنګ او نشه يي توکو د کر او قاچاق قرباني دي، نه يې کروندګر ګټې لري او نه هم نور ولس، ټوله ګټه يې نړيوالې مافيايي کړۍ ترلاسه کوي او لا هم هڅه کوي چې د نشه يې توکو کښت او قاچاق ته وده وکړي.

هغې پژواک ته په خبرو کې زياته کړه، د نارینه روږدو لپاره يو لوی کمپلېکس له وړاندې جوړ شوی و د ښځینه روږدو لپاره به هم تر مشورو او د ولایتي چارواکو د وړانديزونو په ترڅ کې په اړوند برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

هلمند د هېواد او نړۍ په کچه ۹۰ سلنه نشه يې توکې تولید لري چې يوازې تېر کال ۱۵۰زره هکټاره تریاک په دغه ولایت کې کرل شوي او دغه کښت او مهال د چارواکو په وینا د یوه ځل پر ځای په کال کې څلور فصله کرل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.