ایبک (پژواک، ٢١ تله ٩٧): طالبانو په وروستیو دوو ورځو کې د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې شاوخوا څلوېښت کلي نیولي او سیمه ییزو پولیسو ترې شاه تګ کړی دی.
د دره صوف پایین یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره پنجشنبې د مقصود سیمې شاوخوا ۳۰ کلي او تېره ورځ«جمعه» یې د دره صوف پایین ولسوالۍ په زیرکي سیمه کې شاوخوا لس کلي نیولي دي.
د هغه په خبره، په دغو کلیو کې سیمه ییزو پولیسو امنیتي پوستې درلودې، خو وروسته له هغه یې دا سیمې پرېښودې چې طالبانو د شاوخوا یوې میاشتې په جریان کې په درېیو بېلو بریدونو کې ۳۲ سیمه ییز پولیس ووژل او ۳۴ نور یې پيیان کړل.
یادې سرچینې وویل چې د نیول شوو سیمو محلي پولیس د حضرت سلطان ولسوالۍ د بیک محمد قدوق ګاونډیو سیمو ته تللي دي.
د سمنګان ولایت امنیه قوماندان منیر رحیمي د طالبانو له خوا د یادو سیمو نیول تاییدوي او وايي چې سیمه ییزو پولیسو یادې سیمې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر پرېښې دي او شاه تګ یې کړی دی.
د ده په خبره، د حضرت سلطان ولسوالۍ د بیک محمد قدوق سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او د طالبانو پر ضد د عملیاتو د ترسره کېدو په لټه کې دي، تر څو له لاسه وتلې سیمې بېرته له طالبانو څخه ونیسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن