ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې د ټاکنو کمېسیون د شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي

په پروان کې د ټاکنو کمېسیون د شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي

author avatar
13 Oct 2018 - 16:10
په پروان کې د ټاکنو کمېسیون د شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي
author avatar
13 Oct 2018 - 16:10

چاریکار (پژواک، ٢١ تله ٩٧): په پروان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون یو شمېر قراردادي کارکوونکو د دغه کمېسیون د شاواخوا ۴۰۰ کارکوونکو د میاشتنيو معاشونو د ځنډېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

اعتراض کوونکي چې شمېر یې تر سلو ډېر وو نن په پروان کې د ټاکنو کمېسیون مخې ته راټول شوي وو او ویل يې چې د پروان ولایت په ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

دوی وايي چې د یادو ۴۰۰ کسانو له ډلې ځينو یې له پنځو میاشتو راهیسې خو یو شمېر نورو یې د کار له پیله چې کم وخت یې کېږي معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي او د لاریون ګډونوال عبدالوارث وویل، له پنځو میاشتو راهیسې د نوموړي معاش نه دی ورکړل شوی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

بل لاریون کوونکي او پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د کفشان درې د صوفي خېل لېسې د رایې ورکونې د مرکز مدير عبدالعباس وویل: ((په کمېسیون کې مې دوه میاشتې کار کړی، زیار مې ایستلی خو معاش نه دی راکړل شوی.))

لاریون کوونکو ګواښ وکړ چې که تر راتلونکو دوو ورځو یې حق ورنه کړل شي په پروان ولایت کې د کمېسیون ور تړي.

په همدې حال کې په پروان ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رییس امان الله حبیبي تایید کړه چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د نوموړي په خبره، د دغه کمېسیون د قراردادي کارکوونکو معاشونه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لارې ورکول کېږي او کمېسیون هڅه کوي چې دغه موسسه مجبوره کړي چې د کمېسیون د قراردادي کارکوونکو حق ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پرواګرام ژمنه کړې چې دوه ورځې وروسته د قراردادي کارکوونکو معاشونه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.