پل علم (پژواک، ٢١ تله ٩٧): د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پر مهال چاودنه کې ٦ کسان وژل شوي او تر ٢٠ ډېر ټپيان شوي دي.
د محمد اغې ولسوالۍ ولسوال نور محمد عبيدي د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېره شپه نهه بجې د ولسوالۍ د سفيد سنګ په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د واده په مراسمو چې مېلمانه او خپلوان په کې راټول وو، چاودنه شوې چې له امله يې ٦ تنه وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
ولسوال وايي چې ډېرى ټپيان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي چې دى يې د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه لري.
د هغه په وينا، دا چاودنه د شخصي دښمنۍ له امله شوې چې په مړو او ټپيانو کې دوه سندرغاړي، د واده د کورنۍ خپلوان او کليوال شامل دي.
د جاهد په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې چاودنه د لاهور په نامه د سيمې د يوه اوسېدونکي په کور کې شوې ده.
هغه وايي چې تېره شپه د واده په کور کې د ټنګ ټکور پروګرام نيول شوى او چاودېدونکي توکي په سټېج کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د ده په وينا، په چاودنه کې ٧ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزى هم وايي چې چاودنه د شخصي دښمنۍ له امله شوې او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن