کابل (پژواک، ٢٢ تله ۹۷): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د بدخشان د طلا او بلخاب د مسو د کانونو قراردادونه قانوني ستونزه نه لري او په هغه صورت کې چې قراردادي شرکتونه پر ټاکلې موده د خپل مالي ظرفیت ضمانت ونه کړي قراردادونه لغوه کېږي.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې د بدخشان د طلا او بلخاب د مسو د کانونو قراردادونه په امریکا کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست او د «ترکیش افغان ماینینګ» او «افغان ګولد ایند منرالز» شرکتونو د استازو تر منځ لاسلیک شول.
د راپورونو په اساس تېره ورځ د شفافیت د څار او مدني ټولنې د فعالینو په ګډون ځینو مدني بنسټونو د دغو کانونو قراردادونه غیرقانوني وبلل او د هغو د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ اجرائیوي رییس سید اکرم افضلي په دې غونډه کې ویلي و چې یادو شرکتونو ته د بدخشان د طلا او بلخاب د مسو د کانونو د قراردادونو سپارل د کانونو د قانون د ۱۶ مې مادې خلاف دي.
د افغانستان د کانونو قانون د ۱۶ مې مادې په دویمه فقره کې راغلي چې ولسمشر، د ولسمشر مرستیالان، د سترې محکمې رییس او غړي، لوی څارنوال، د ملي شورا غړي او د دولتي خپلواکو کمېسیونونو غړي د دوی د لومړۍ او دویمه درجه خپلوانو په ګډون نه شي کولای چې د دغه قانون درج شوی جواز ترلاسه کړي.
دغه راز د کانونو د قانون د ۱۶ مې مادې په پنځمه فقره کې روښانه شوې چې د یادې مادې په دویمه فقره کې یادشوي کسان کولای شي چې د وظیفې له پرېښودو پنځه کاله وروسته د دغه قانون درج شوي جوازونه ترلاسه کړي.
افضلي ویلي و چې د دې مادې له مخې د یادو شرکتونو شریک سید سعادت منصور نادري ته چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې یې د افغانستان له حکومت څخه ځان جلا کړی باید دغه قراردادونه ورنه کړل شي.
نادري د روان کال د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې د ښارجوړونې وزارت د وزير په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دغو کانونو د قرارداد بهیر د کانونو د پخواني قانون پر اساس چې په ۲۰۱۴ کال کې نادري د کابینې غړی نه و مخته تللی او د هغه شرکت ګټونکی پېژندل شوی دی.
نوموړې زیاته کړه، سره له دې کله چې قرارداد لاسلیک کېده، نادري په دې قرارداد کې له ګټو سره د تضاد د موجودیت له امله د ښارجوړونې له وزارت څخه استعفا ورکړه.
هغه په دې اړه چې دا قراردادونه ولې په امریکا کې لاسلیک شول؟ وویل: ((موږ د پانګونې د جذب لپاره دا قراردادونه په امریکا کې لاسلیک کړل او زموږ موخه یوازې داده چې په نړۍ کې ښه اقتصادي خبر خپور کړو.))
نوموړې وویل، تېره ورځ مدني بنسټونو ویلي و چې دغه قراردادونه به په افغانستان کې د جګړې د دوام او خصوصي کولو لامل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن