ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال د عینک مسو له سیمې ۱۵۰ قلمه تاریخي اثار ترلاسه شوي

سږ کال د عینک مسو له سیمې ۱۵۰ قلمه تاریخي اثار ترلاسه شوي

author avatar
14 Oct 2018 - 16:20
سږ کال د عینک مسو له سیمې ۱۵۰ قلمه تاریخي اثار ترلاسه شوي
author avatar
14 Oct 2018 - 16:20

پل علم (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي چې سږ کال د عینک مسو له سيمې ١٥٠ قلمه تاريخي اثار ترلاسه شوي چې تر ترميم او پاکارۍ وروسته به د کابل موزيم ته وسپارل شي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفيق پوپل د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو نهو کلونو راهيسې د نړيوال بانک او يونسکو ادارې په مالي او تخنيکي مرسته د مس عينک په سيمه کې د تاريخي اثارو کيندنې روانې دي.

ده وويل چې د همدې کيندنو په ترڅ کې سږ کال ١٥٠ قلمه بېلابېل ډوله تاريخي اثار ترلاسه شوي دي.

د پوپل په وينا، د دې سيمې د تاريخي اثارو قدامت د کوشيانيانو زمانې ته رسېږي چې د کيدنې په برخه کې يې د تخنيکي او مسلکي انجنيرانو تر څنګ ٣٣٦ کسان هره ورځ کار کوي.

دغه راز په دې اړه د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لرغون پېژندنې مدير عبدالشکور محمدي پژواک ته وويل چې له مس عينک سيمې د ترلاسه شوو تاريخي اثارو لومړنۍ پاک کاري او ترميم په لوګر کې ترسره کېږي.

ده وويل: ((د کومو اثارو چې قيمت لوړ وي، هغه کابل ته لېږو، څو هلته يې په موزيم کې وساتي او پاتې نور يې بيا دلته د عينک په موزيم کې ساتل کېږي.))

د محمدي د معلوماتو له مخې، په ترلاسه شوو اثارو کې سفالي، مسي، ګچي، خټين، برونزي توکو تر څنګ مجسمې هم ترلاسه شوي دي.

په دې اړه د لوګر ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د مس عينک په سيمه کې د تاريخي اثارو د کيندنې لړۍ ټکنۍ روانه ده.

هغه وايي: ((دغه کار بايد په دوو کلونو کې خلاص شوى واى، خو د حکومت د بې غورۍ له امله دغه لړۍ لسو کلونو ته وغځېده.))

وکيل د چا نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه چې ځينې کړۍ هڅه کوي څو په دې سيمه کې د مس عينک کان د کيندلو مخنيوی وکړي.

ده وويل: ((کله چې د مس عينک کان تړون له چينايي کمپنۍ سره لاسليک شو، دلته په کې د تاريخي اثارو موضوع را پورته شوه چې بيا د تاريخي اثارو مسئله په کې را پورته شوه، زه له دغه کار سره مخالف يم چې د تاريخي اثارو لپاره دې د کان کيندلو چارې ودرېږي؛ ځکه د تاريخي اثارو ډېر يې تخريب شوي او د جوړېدو امکان يې نشته.))

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د مس عينک له سيمې درې زره قلمه تاريخي اثار ترلاسه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.