ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار بټي کوټ کې د ١١زره نجونو لپاره يوازې يوه ښځينه ښوونکې ده

د ننګرهار بټي کوټ کې د ١١زره نجونو لپاره يوازې يوه ښځينه ښوونکې ده

author avatar
14 Oct 2018 - 16:23
د ننګرهار بټي کوټ کې د ١١زره نجونو لپاره يوازې يوه ښځينه ښوونکې ده
author avatar
14 Oct 2018 - 16:23

جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۷): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې يوازې يوه رسمي ښځينه ښوونکې شته چې له امله يې ګڼې نجونې زده کړې نيمګړې پرېږدي.

چارواکي او ځايي خلک وايي، کلتوري محدوديتونه، نا امني او د ښوونځيو د ودانيو نشتوالى هغه څه دي چې هم يې دغلته د ښځينه ښوونکو او هم يې د نجونو زده کوونکو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

بلخوا د پوهنې رياست چارواکي وايي، تازه يې د ښځينه ښوونکو د جذب لړۍ پيل کړې چې د هڅو په پايله کې يې تازه ۲۰ قراردادي ښوونکې نيولې دي.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري پژواک اژانس ته وويل چې د بټي کوټ ولسوالۍ د پوهنې سکتور په دې ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دی او ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

هغه وايي، د نا امنيو له امله په دې ولسوالۍ کې ښځينه ښوونکو په اسانۍ زړه نه دی ښه کړی او يوازې يوه ښځينه ښوونکې موجود ده.

بلخوا د دې ولسوالۍ د پوهنې مدير عبدالحبيب غازي پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ټولو زده کوونکو شمېر ۳۹ زره او ۱۸۷ تنه دی چې له ډلې يې ۱۱زره او ۳۲۷ نجونې دي.

دی زياتوي، دغه ولسوالۍ د نجونو د څلورو لېسو په ګډون ۱۱ لېسې، ۶ منځني ښوونځي او ۲۸ لومړني ښوونځي لري چې په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې يې نجونې او هلکان ګډې زده کړې کوي.

هغه تاييد کړه چې ډېری نجونې د ښځينه ښوونکو او ځانګړو ښوونځيو د نه موجوديت او نا امنيو له امله زده کړې نيمګړې پرېږدي.

د غازي د معلوماتو پر بنسټ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې لومړني ښوونځي هېڅ ودانۍ نه لري او لېسې او منځني ښوونځي نيم او نيمګړي ښوونځي لري چې هېڅ بسنه نه کوي.

هغه په دې ولسوالۍ کې د پوهنې رياست له لوري د تازه ترسره شوو اقداماتو په اړه وويل چې دې ولسوالۍ ته همدا تېره اوونۍ د اتو لومړنيو ښوونځيو جوړولو منظوري شوې او تېر کال ورته شل ښځينه قراردادي ښوونکې يې مقررې کړې دي.

بلخوا د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې کلتوري محدوديتونه او نا امنۍ په دې ولسوالۍ کې د نجونو د زده کړو پر واندې خنډونه جوړ کړي دي.

نعمت الله همت يو مدني فعال او د يادې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه پژواک ته وويل، ډېرې کورنۍ ځکه خپلې لوڼې په نيمايي کې له ښوونځيو منع کوي چې ښځينه ښوونکې نشته او ښوونځي ودانۍ هم نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.