ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Oct 2018 - 15:26
غزني کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Oct 2018 - 15:26

غزني ښار (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): د غزني چارواکي وايي چې د عملياتو په ترڅ کې ٢١ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د اب بند ولسوالۍ په لنډه خېل سيمه کې د ځمکې او هوا له لارې پر طالبانو بريدونه وکړل.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د طالبانو د يوه قوماندان عبدالحي په ګډون اته تنه وژل شوي دي.

دغه راز ده وويل چې تېره شپه ناوخته امريکايي ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په ګبري او جانوال سيمو کې پر طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

ده وويل چې په دغو بريدونو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي، تر څنګ يې د طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک يو هاموې ټانګ او مازدا موټر هم له منځه تللي دي.

دغه راز د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل: ((موږ يواځې دومره خبر شوو چې تېره شپه پر طالبانو بريد شوى او ډېر کسان يې په کې وژل شوي دي.))

خو بلخوا طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د غزني د تېرې شپې په نښتو کې پنځه طالبان وژل شوي دي.

مجاهد وايي چې په دې نښتو کې حکومتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.