ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهار څخه ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندان د ټاکنو پر څرنګوالي اندېښنې ښيي

له کندهار څخه ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندان د ټاکنو پر څرنګوالي اندېښنې ښيي

author avatar
14 Oct 2018 - 18:50
له کندهار څخه ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندان د ټاکنو پر څرنګوالي اندېښنې ښيي
author avatar
14 Oct 2018 - 18:50

کندهار (پژواک، ۲۲ تله ۱۳۹۷): له کندهار څخه ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندان د راتلونکو ټاکنو پر څرنګوالي اندېښنې ښيي او په دې اړه یې په یوه غونډه کې یو شمېر پوښتنې مطرح کړې.

دغه غونډه د کندهار ولایتي شورا په تالار کې جوړه شوې وه چې د ولسي جرګې نوماندان او د ټاکنو د کمېسیون استازي ور بلل شوي وو.

په پيل کې د کندهار ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، نوماندان او د ټاکنو د کمېسیون استازي یې د دې لپاره رابللي چې د ټاکنو اړوند د نوماندانو ځینو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.

هغه زیاته کړه، نوماندان د ټاکنو د پروسې د روڼتیا او بایومټریک سیسټم پر څرنګوالي اندېښنې لري چې د ټاکنو کمېسیون یې باید ځواب ووايي.

ولسي جرګې ته نوماند سید احمد سیلاب وویل، دوی معلومات تر لاسه کړي چې بایومټریک الې په اف لاین توګه کار کوي چې د ده په خبره د درغلیو مخنیوی نه شي کولی.

هغه زیاته کړه، د دغه سیسټم یوه بله ستونزه دا ده چې د ټاکنو تر کېدو وروسته به مرکز کابل ته لېږدول کېږي او ډاټا به همالته ترې را ویستل کېږي چې د پراخو درغلیو امکان په کې شته.

ده دا هم وویل چې د بایومټریک له لارې د رایو ورکول به شاید تر عادي پروسې ډېر وخت واخلي چې کېدای شي ډېر رایه ورکوونکي له رایې ورکولو پاتې شي.

ده د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې په دې اړه د کاندیدانو او خلکو پوښتنو ته ځواب ووايي.

له کندهار څخه بل نوماند حمیدزي لالي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، د بایومټریک الې د جرمني پر ځای چين څخه راغوښتل شوي او د ۲۰۱۰ سیسټم پر ځای د ۲۰۰۴ سیسټم دی چې په اف لاین توګه کار ورڅخه اخیستل کېږي.

هغه زیاته کړه چې دغه الې په دې ډول د درغلیو مخنیوی نه شي کولای، بلکې یوازې د رایې ورکولو په مرکز کې د تکراري رایو مخنیوی کوي.

دی وايي، په نورو هیوادونو کې د بایومټریک سیسټم له لارې د انتخاباتو پايلې په دوولسو ساعتونو کې معلومېږي، خو دا چې دا سیسټم اف لاین دی، لومړی ډاټا ثبتوي بیا کابل ته لېږدول کېږي او معلومات يې له هغه ځایه را اخیستل کېږي او د پخواني سیسټم غوندې لومړنۍ او نهايي پایلې اعلانېږي.

ده هم اندېښنه وښوده چې په کابل کې د دې سیسټم ډاټا را ویستل په خپله د ټاکنو شفافیت  له پوښتنې سره مخ کوي.

نوماندې فریبا احمدي کاکړ بیا اندېښنه وښودله چې د ولسوالیو ډېرو خلکو په کندهار ښار کې نوم لیکنه کړې او د ټاکنو کمېسیون داسې اصول ټاکلي چې هر شخص چې په کوم مرکز کې نوم لیکنه کړې ده، رایه به هم په هماغه مرکز کې ورکوي.

دا وايي، که د ټاکنو په ورځ پر موټرو بندیز وي، نو بیا خو له ثبت شوو ۵۸۰ زره کسانو څخه ۲ سوه زره وګړي هم خپلې رایې نه شي کارولی.

ګڼو نورو نوماندانو هم ورته اندېښنې وښودلې او په دې اړه یې د سپیناوي غوښتنه کوله.

د ټاکنو کمېسیون دغې غونډې ته د بایومټریک یو ټرېنر د ځواب ویلو لپاره رالېږلی و.

هغه چې ټولو پوښتنو ته یې ځوابونه نه درلودل، وویل چې د کاندیدانو پوښتنې باید د ټاکنو کمېسیون مرکزي دفتر ځواب کړي.

خو ده یوازې دومره وویل چې د رایې ورکولو په هر محل کې به د بایومټریک یوه اله موجوده وي چې رایې ورکوونکی به په کې ثبتېږي او خپله رایه به کاروي.

د ده په خبره، له رایې ورکولو وروسته به دغه الې کابل ته وړل کېږي او هلته به ډاټا ورڅخه را ویستل کېږي چې اړوند سرورونه تکراري رایې تشخیصولای شي او په دې توګه د درغلیو مخنیوی کېدای شي.

په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ډاکټر نعمت الله وردګ پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنو لپاره د چمتووالي په وروستیو پړاوونو کې دي او د ټاکنو په ورځ به په کندهار کې د ۲۲۵ ټاکنیزو مرکزونو له جملې ۱۷۳ مرکزونه پرانیستي وي چې هر مرکز بېلابېل محلونه لري او هر محل به په بایومټریک اله سمبال وي.

دی وايي، کندهار ته د اړتیا وړ حساسو توکو تر څنګ د بایومیټریک ډيوایسونه را رسېدلي چې کارکوونکو ته یې په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده.

اوسمهال د کندهار په ګډون په ټول هېواد کې د ولسي جرګې د کاندیدانو ټاکنیزې سیالۍ روانې دي چې څو ورځې به نور هم دوام وکړي.

له کندهاره ولسي جرګې ته ۱۱۲ کسانو ځانونو نوماند کړي چې ۱۲ تنې یې ښځې دي.

دغه راز د ټول کندهار په کچه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۷۳ زره تنې یې ښځې دي.

دافغانستان دټاکنو د خپلواک کمېسيون له مهالوېش سره سم به د روانې تلې میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې ټاکنې وشي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.