هرات (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په هرات ښار کې یې دوه کسان د د چاودنو او ترهګریزو بریدونو په تور نیولي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن د دغه ولایت د ملي امنیت په ریاست کې جوړې شوې ناستې ته وویل چې نیول شوي کسان د زابل ولایت او د هرات د زیرکوه ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د فرهاد په خبره، یادو دوو کسانو هغه چاودېدونکې جلا پېښې سازمان کړې وې چې څو ورځې مخکې د هرات ښار په «درب خوش» او «درب ملک» سیمو کې رامنځته شوې.
نوموړي زیاته کړه چې له یوه تروریست څخه چې د زابل ولایت اوسېدونکی او د درب خوش سیمې په یوه هوټل کې اوسېږي یوه اندازه چاودېدونکي مواد چې د ۲۵ کړۍ مقناطیسي ماینونو لپاره استفاده کېدل هم نیول شوي دي.
د ده په خبره، بل نیول شوی کس چې د زیر کوه ولسوالۍ اوسېدونکی دی د درب ملک سیمې څو ورځې مخکې چاودنه سازمان کړې وه.
یوه اوونۍ مخکې د هرات ښار په درب خوش سیمه کې د پولیسو پر رېنجر موټر د چسپکي ماین د چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي و.
نوموړي زیاته کړه: ((له دې پېښې یوه ورځ وروسته د هرات ښار په درب ملک سیمه کې په زرنج موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونو موادو د چاودنې له امله نهه کسان ټپیان شول.))
په ورته وخت کې د هرات یو شمېر اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو له دې لاسته راوړنې خوشالي ښکار کوي او له امنیتي بنسټونو غواړي چې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د امنیتي خوندیتوب په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.
د ترهګریزو بریدونو او چاودنو په تور د دغو دوو کسانو نیول کېدل په داسې حال کې دي چې تېره ورځ ماسپښين هم ناپېژندو وسله والو د ولسي جرګې د یوه نوماند د ټاکنیز کمپاین پر دفتر برید وکړ دوه تنه یې ووژل او درې نور ټپیان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن