جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۷): د عامې روغتيا وزارت له انکشافي بوديجې څخه د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالۍ کې د پنځوس بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي، دغه روغتون په ۵۵ ميليونه افغانيو رغول کېږي او په دوو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي.
د يادې ودانۍ د بنسټ ډبره د تلې په ۲۲مه د ځايي چارواکو له لوري د هسکې مېنې ولسوالۍ په مرکز کې کېښودل شوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې ايښودلو مراسمو پرمهال پژواک اژانس ته وويل چې د هسکې مېنې ولسوالۍ خلک د روغتيا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په وينا، د همدغو ستونزو د حل لپاره يې د عامې روغتيا وزارت له انکشافي بوديجې څخه د ۵۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يو اساسي روغتيايي کلينيک د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.
دی وايي، دا ودانۍ به له ۳۰ څخه تر پنځوسو بسترونه ولري او د جوړېدو چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
بلخوا د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند ومنله چې هسکه مېنه ولسوالۍ د نا امنيو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وه او خلک يې له ډېرو اسانتياوو بې برخې و.
دی وايي اوس چې د دې ولسوالۍ امنيت نسبي ښه شوی، نو د ستونزو د حل لپاره به يې هم ګامونه پورته شي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ يوه اسېدونکي رضوان الله بشرمل وويل چې د دغې ولسوالۍ خلک يوازې د روغتيا په برخه کې ستونزې نه لري، بلکې د پوهنې، کرنې، کارموندنې او نورو برخو کې هم له ستونزو سره مخ دي.
تر دې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې هم د ورته يوه روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې او ټاکل شوې، نږدې ورځو کې دوو نورو ولسواليو کې هم د همدا ډول روغتونونو د جوړېدو چارې پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن